شپږ كارونه چې د جنت ضمانت وركوي
را لېږونکی: محمد یوسف تکل
له عباده بن الصامت رض څخه روايت دى چې رسول الله ﷺ فرمايي: ماته خپلو نفسونو په اړه د شپږو شيان ضمانت وكړئ زه به تاسې ته د جنت ضمانت وكړم.
-
كله چې خبرې كوئ، رښتيا وايئ.
-
كله مو چې وعده وكړه، وفا پرې وكړئ.
-
كله چې چا امانت درسره كيښود، د هغه ساتته وكړئ.
-
له حرامو څخه خپل عورتونه وساتئ.
-
او د خپلو سترګو ساتنه وكړئ.
-
او له ظلم او تيري څخه خپل لاسونه بند كړئ.