مخپاڼه / بیلا بیل / روژه د بېوسو او بېوزلو د مرستي ښه فرصت
روژه

روژه د بېوسو او بېوزلو د مرستي ښه فرصت

روژه د بېوسو او  بېوزلو د مرستي ښه فرصت

ليکنه :  محمد نبي سلطاني

روژه

بيوزله، بيوسه او نيستمن خلک د دې وړ دي چي مرسته ورسره وسي، ځکه يو خوا د الله جل جلاله  حکم دئ او بل خوا مو ټولنيز تکافل ، د خپلو وروڼو سره ناسته پاسته ، د هغوى سره اوسېدل او د هغوى سره هستوګنه دا اجازه نه راکوي او دا له ايمان او انسانيت څه هم ډېره لري خبره ده چي موږ دي په ډېر خوراک ټنډ سو خو زموږ همسايه (ګاونډى) ، خپل او دوست دي دونه بېوزله او بې برخي وي چي له ډېري لوږي دې ( دي ئې ) خيټي وچي سوي وي او له لوږي دې (دي ئې) اولادونه ناري وهي د اه او فرياد ږغ دې (دې ئې) آسمان ته پورته کېږي. په دې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : ( هغه څوک له موږ سره نه دئ چي دى په خيټه موړ او ګاونډى ئې ترڅنګ وږى بيده ( ويده )  سي ) .

رسول الله صلى الله عليه وسلم  له غريبانو، بېوسو ، فقيرانو او بېوزلانو سره مرسته کونکي په خلکو کي غوره او بهتر ګڼلي دي، چي خلکو ته ګټه ورسوي او غريبان ئې له آزار او کړاو څخه په امان وي . د هغه فقير سره چي کارنه سي کولاى يا دا چي کار کولاى سي خو کار ورته نه پيدا کېږي او يا دا چي کار کوي خو مزدوري او اجوره ئې د ده اړتيا وي نه سي پوره کولاى او يا دا چي اړتياوي ئې پوره کولاى سي خوله داسي پېښو سره مخامخ سوى وي چي نوروته ئې اړ کړى وي نو په همدې  علت بايد مرسته ورسره وسي ، لاس نيوى يې وسي تر څو اړتياوي ئې پوره سي .

د شتمن زکات د شتمن د ديني ورور چي هغه فقيروي، غريب وي ، خوار او مسکين وي  حق دئ ځکه د اسلام سپېڅلي دين ټولنه د يوې واحدي کورنۍ په توګه ګڼلې ده چي ځيني افراد به له نورو سره مرسته کوي، د هغوى لاس نيوى به کوي ، هغوى ته به خوراک ، جامې او نور د اړتيا وړسامان ورکوي ترڅو د ستونزو او مشکلاتو سره مخ نه سي او له دې څخه وژغورل سي ، چي بل ته ئې لاس نيولى وي او له هغه څه په ټيټ سر او مړژوانده څېره څه وغواړي .

نن ورځ ښه فرصت دئ چي دا کار وکړو ، د خپل ورور لاس ونيسو ، د خپل ورور غم و خورو، د خپل ورور مشکل حال کوو، د خپل ورور په مشکل ځان خبر کوو او د هغه هره ستونزه د ځان ستونزه وبولو ، ځکه روژه دبرکتونو میاشت ده  موږ باید هڅه وکوو ترڅو په دې میاشت کي ثوابونه خپل کوو ، په دې میاشت کي بېوزلو ، محتاجو او اړمنو کسانو او کورنيو ته  صدقه یا خیرات ورکوو ، ځکه صدقه او خيرات له غوره عبادتونو څخه ګڼل کیږي او د لله د رضاء د لاسته راوړو سبب ګرځي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: په پټه خیرات کول د الله د غضب مخه نیسي. (صحیح بخاري)  په بل حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي ” الصدقة تطفئ الخطيئة كما يطفئ الماء النار” ( ترمذي ) یعني خیرات کول ګناهونه داسي محوه کوي لکه اوبه چي اور مړ کوي.

روژه د خير و برکت مياشت، د بې وزلو او دوستانو سره د مرستي مياشت، د ګاونډيو او نورو غريبانو د حال د خبرېدو مياشت ده، چي هر مسلمان بايد د خپل توان په اندازه د خپلو بې وزله دوستانو، خپلوانو، قريبانو، ګاونډيانو او د نور اړو کسانو سره مرسته وکي، ځکه خداى جل جلاله پر خپلو هغو بندګانو چي د الله جل جلاله په لاره کي د الله جل جلاله له پاره څه ورکوي زيات مهربان دئ او په خاصه توګه پر هغه چا زياته مهرباني کوي چي د الله جل جلاله پر بېوزلو، غريبو او فقيرو بندګانو زړه سوى او ترحم و لري.

د ژوندانه په چاروکي هر انسان کوښښ کوي چي خپلو موخو ته ځان د هري ممکني لاري چي وي ورسوي تر څو غوراوی ترلاسه کي، چي په دې لار کي د حالاتو او فرصتونو انتظارکوي تر څو يو ښه موقع په لاس ورسي بزګران د بارانونو په انتظار، بزازان او خیاطان د اخترونو په انتظار ، د يخي جوړونکى ( کارخانه والا)  د ګرمې او دوبي په انتظار ورځي او شپې سباکوي، چي د موسم په راتګ سره خپله ټوله توانایي په کار واچوي ترڅو د دغه موسم څخه ډېره ګټه پورته کي او خپل هدف ته ځان ورسوي . ياد کسان ځکه يادو موسمونو ته انتظار باسي ترڅو خپلو موخو ته ځانونه ورسوي ښه ګټه وکي ، ښه فصل تر لاسه  کي او نور …. الله جل جلاله مسلمانانو ته د ثوابونو  د ترلاسه کولو له پاره د رمضان ( روژې ) مبارکه میاشت رالېږلې، چي د ده د ابدي ژوند له پاره پکارېږي، هغه چي هلته د خپل نېک عمل څه پرته بل هيڅ نه پکارېږي او هر شخص له بل څه د بې زارۍ اعلان کوي، ورور له ورورڅه، زوی له مور او پلار څه، خاوند له  مېرمنې څه، پلار له زامنو  او نور خپل خپلوان  یو له بل څه تښتي او هریو د خپل ځان په غم کي وي.

که د دنیا له پاره شپه او ورځ زیار او زحمت با سو نو ولي د اخرت له پاره بې تفاوته پاتېږو؟ ایا په دې نه یو خبر چي د اخرت له پاره یوغوره او په زړه پوري موسم لرو چي په لږ کار سره ډېر اجر تر لاسه کولاى سو. هو ! د روژې مبارکه میاشت هغه موسم دئ چي دلته يونېک کار د نورو ورځو په نسبت د اویا برابره اجراوثواب لري. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چي دا د غمخوارۍ مياشت ده يعني د غريبانو او مسکينانو سره مرسته کوئ نو څوک چي د خپل روژه مات له پاره څو ډوله خواړه برابروي په هغو کي دي يو يادوه ډوله خواړه و مسکينانو ته ورکوي ترڅو _ څو چنده ثوابونه لاس ته راوړي، د اړو او محتاجو خلکو په کار کي کوښښ کوونکي ، هغو ته څه ورکونکي او د هغو سره مرسته کونکي خلک داسي دي، لکه: دالله په لار کي مجاهد  چي د الله جل جلاله له پاره شپه او ورځ جهاد کوي او يا هغه کسان چي د ورځي روژه او دشپې عبادت کوي .

يو سړى د سهار د سپېدو څخه تر لمر لوېدو  وږى تږى، وچي  شونډي، وچ حلق تکليف ګالي روژه نيسي خو ته د هغه د ثواب په شان ثواب په يوه دانه خرما تر لاسه کوې  ، رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايلي دي: که څوک د روژې په  مياشت کي روژاتي ته روژه مات ورکي همدا عمل به د ده  د ګناه له پاره  د بخښني او هم د جهنم د  اور څخه  د خلاصون سبب وګرځي او د روژاتي د ثواب په اندازه به ثواب ورکول سي.  دا دونه ثواب چاته  ورکول کيږي؟ ( من فطر صائما على مذ قةلين او تمرة) رسول الله صلى الله عليه وسلم  وايي: دا ثواب و هغه چاته ورکول کېږي، چي  روژاتي ته د روژه مات له پاره لږ نرۍ شيدې يا يوه دانه خرما يا يو غوړپ ساده اوبه ورکړي. دا عجبه بې زيانه تجارت دئ  چي په نه تکليف ډېره ګټه سړى لاس ته راوړلاى سي يوه خرما ورکړه د يوې روژې ثواب لاس ته راوړه  او تر دې زيات ثواب  خو لا دادئ ، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي ( که څوک  بيا روژاتي په روژه مات په نس موړ کي  د هغه ثواب ډېر زيات دئ هغه به الله جل جلاله  زما د حوض کوثر د اوبو څخه داسي اوبه کي چي جنت ته د ننوتلو تر وخته به بيا نه تږۍ کېږي.  همدا ډول په حديث کي راغلي دي چي څوک د حلالي ګټي څخه و روژاتي ته د روژه مات له پاره يو شى ورکي نو د روژې په مياشت کي ملائکي ده ته رحمت لېږي او د قدر په شپه به جبرائيل عليه السلام ورمصافحه (لاس په لاس) سي.

تر ټولو ښه وخت همدا نن دئ که موږ نن ورځ خير او صدقه کوو نو اجر او ثواب به مو څو چنده سوى وي او  د دې تر څنګ خپل انساني مسئوليت تر سره کړې وي ، خپل مسلمان ورور د غربت او مسکنت څخه ژغورلى وي ، الله جل جلاله به مو راضي کړى وي او د الله د رحمت مستحق به ګرځېدلي يو خو  که بيا هم په دې مبارکه مياشت کي موږ خپل لاسونه تر شا تړلي وي، نه د وږي، نه د روژه دار، نه د مساپر، نه د يتم او نه د کونډې غم را سره وی او په ټولنيزو خيريه کارونوکي له برخي اخېستي څه بې پروا يو، نو بيا به د الله تعالی له مغفرت او مهربانۍ څه بې برخي يو .

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

2 تبصیری

  1. Propecia Calvitie Cialis Rosacea Amoxicillin Keflex Safe During Breastfeeding

  2. Drug Rehabilitation Programs

    Suboxone Rehab http://aaa-rehab.com Drug Rehab http://aaa-rehab.com Substance Abuse Treatment Programs
    http://aaa-rehab.com