حامد افغان
ابراهیم بن اسحاق الحربي (198م/285م) رحمه الله زیات غریب او صابر محدث او فقیه امام و، دی د امام احمد رحمه الله شاګرد و، د ده په اړه امام الذهبي رحمه الله لیکي چې تبه به یې وه کور کې به یې چا ته نه ویل چې تبه مې ده، او ویل کیږي یوه سترګه یې ړنده شوې وه لس کاله یې هیڅوک نه و خبر کړي. السیر للذهبي. له کتاب سره د مینې په اړه یې یوه دلچسپه کیسه دلته را اخلم.
یوه ورځ له ډېري نيستي دی، میرمن او دوې کوچنۍ لوڼه یې سختې وږې شوې، ميرمني یې ورته وویل: زه او ته صبر کولی او د لوږي سختي زغملی شو، دا ماشومانې یې نشي زغملی د دوی له پاره څه پیدا کړه، ده ورته وويل خو هیڅ نه لرم؟! هغې ورته وویل: یو دوه کتابونه خرڅ کړه، د ده له پاره کتاب خرڅول هم اسانه خبره نه وه. ميرمني ته یې وویل: ته ليږ صبر وکړه ګوندي خدای څه چاره برابره کړي.
امام ابراهیم د خپل کور مخته ناست دی، په کلي کې یو سړی راروان دی دوه بار اوښان یې له مهاره نیولي او د ابراهیم الحربي د کور پوښتنه کوي، خلک د ده د کور لاره ورښيي، ده ته چې راورسیدی ورته کړه یې: دا کور د ابراهیم الحربي دی؟ ده ورته وویل: هوکي، سړي وویل ابراهیم مې په کار دی، ده ورته وویل: زه ابراهیم یم، خدمت وایه؟ سړي ورته وویل: په دې اوښانو بار سامان او خوراکي توکي یو چا له خراسانه ستا له پاره راليږلي دي، دروازه خلاصه کړه چې دا سامان ښکته کړو.
ابراهیم الحربي رحمه الله له سړي نه د اوښانو بارونه تسلیم کړل، هغه پریمانه خوراکي توکي، ارزښتناکې جامې او د کور مختلف سامان و، سړي ته یې وویل: دا راته ووایه چې دا چا راليږلي دي؟! هغه ورته وویل: هغه نشم درښوولی، ده ټینګار وکړ خو سړي ورته وویل: هغه قسم راکړی چې نه به مې ورته ښيې!
له کیسې نه لکه څنګه چې د خراساني مومن اخلاص، للهیت او صداقت معلوميږي داراز د ابراهیم الحربي رحمه الله د صبر او عفاف داستان هم راته بیانوي، او له دې سره له کتاب سره د ده زیاته مینه هم راښیي، پخپله لوږه زغمي د ميرمني او خوږو لوڼو په لوږه غاښونه چيچي خو د کتاب پلورلو ته زړه نه ښه کوي! رحمه الله تعالی ورضي عنه