څوک کولای سي،چي دژوند تېرولو لپاره غوره قانون جوړ کړي؟
لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد
درنو لوستونکو!
اسلام معنا تسليم کول يعني سرکښته کول او په پوره ډول باندي خپل ځان سپارل دي په همدې لحاظ کوم څوک ، چي اسلام قبول کړي په پوره ډول يې خپل ځان دمخلوقات پيداکونکي ته تسليم او حواله کړ؛همدا وجه ده، چي الله( فرمايي:
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (البقرة ، آية:٢٠٨)
ژباړه: اې ايمان والاوو! په اسلام کي په پوره توګه داخل سئ.
په پورتني الهي لارښوونه کي دې لوري ته اشاره ده ، چي اسلامي شريعت تش دڅو عبادتونو درسم ، رواج؛ او دالله( دبندګۍ نوم نه دئ بلکي په دې شريعت کي ددرست ژوندانه نظام بيان سوى دئ ؛او دادين دانسانيت دپوره ژوندانه دسمون لپاره رالېږل سوى دئ، چي دانسانانو لپاره خالص رحمت، خير او خلاصون پکښي نغښتى دئ.
داسلام له نظره دقانون جوړوني همدا ډول دحلال او حرام ټاکلو حق يوازي دالله( سره دئ، ځکه الله( فرمايي:
… إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ…( الانعام، آية: ٥٧)
ژباړه: باور وکړئ حکم الله( لره دئ.
په بل ځاى کي الله( فرمايي:
…أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ…( الاعراف، آية:٥٤.)
ژباړه: خبر اوسئ! الله( لره(ټول کائنات) مخلوق دئ(دټولو چارو ) امر (الله(لره دئ)
دپورتنۍ خبري دلا ښه روښانتيا لپاره ويلاى سي، چي دقانون جوړوني حق يوازي ځکه دالله( سره دئ،چي همدغه ذات ددې توانايي لري، چي دټول بشريت لپاره دژوندانه نظام برابر کړي؛ځکه ديوې خوا الله( دخپل مخلوق په اړه پوره معلومات لري او دبله اړخه دټولو انسانانو دجذباتو ، احساساتو، دهغوى دخواهشاتواواړتياوو په اړه پوره علم لري ، همدا ډول دانسانانو په ګټو او تاوانونه باندي خبري يعني داچي کوم شيان دانسانانو لپاره ګټمن دي او کوم شيان ورته تاوان دي همدا ډول دټولو شيانو په اثراتو باندي هم علم لري، چي کوم شيان ښې پايلي لري او کوم شيان بدي پايلي لري. که داسي ونه سي يعني دومره معلومات موجود نه وي نو بيخي ممکنه ده، چي ډېر وخت به داسي وي ، چي دغه احکام به دانسانانو دګټي پرځاى ددوى لپاره تاوان وي په پايله کي به وخلکو دخير او برياليتوب پرځاى نقصان او ناکامي ورسېدلې وي.
همدا ډول په پورتنۍ کچه ځکه معلومات اړين دي ،چي که داسي وي نو دټولو خلکو په وړاندي به دپوره عدل او انصاف څخه کار اخستل سوى وي داسي به نه وي ، چي دتور ، سپين ، غريب ، مالدرا، نر ، ښځي ، رنگ ، وطن او ژبي پر بنياد به دخلکو ترمنځ توپير رامنځته سوى وي ، بلکي هر حقدار ته به خپل حق ورکول سوى وي او داسي ذات يوازي الله( کېداى سي. انسان هيڅ وخت داسي دعوه نسي کولاى ، چي دانسانانو په جذباتو ، احساساتو او اړتيا دي پوره پوهاوى ولري او بيا دي وکولاى سي،چي ددوى داړتياوو مطابق، چي ښه پايله لرونکي هم وي قانون دي ورته جوړ کړي ، بلکي انسان دخپل ځان په اړه هم معلومات نه لري. داخبره خو بيخي څرګنده ده ، چي انسانان په خپلو منځو کي درنګ، ژبي ، وطن او داسي نور توپيرونه لري همدغه توپيرونه په فطري لحاظ دانسان په ذهن کي ترجيح او طرفداري پيدا کوي يعني داچي خپل رنګ ، نسل ، وطن او ژبه يې تر نورو زياته خوښه وي او دا کار دانسان په واک نه دئ بلکي فطري دئ، کله،چي په چا کي داسي فکر موجود وي نو هغه به کله دعدل او انصاف څخه کار واخلي حتمي ده، چي دخپلي خوښي لورى به درنوي. دپورتنى خبري دثبوت لپاره څرګند مثال دجغرافيايي وېش دئ ، چي انسانانو په خپلو منځو کي کړى دئ که دوى په خپل منځ کي توپير نه کولاى معلومه ده، چي جغرافيايي وېش به يې هم په خپلو منځو کي نه واى حاصل داچي دالله( قانون تر نورو ټولو قوانينو لوړ، غوره اودعدل پر بنسټ ولاړ قانون دئ.
الله( ،چي دکائناتو په دې کلي کي دکومي ورځي انسانان پيدا کړى او ودان کړي دي دي دهغې ورځي څخه يې ددې انسانانو لپاره دژوند تېرولو طريقه هم ښودلې ده البته دانسانانو دتمدن او پرمختګ لپاره وخت په وخت نوي احکام او قوانين ورکول سوي دي. کله ، چي دقانون مراجع کمزوري سوي دي، انسانانو دخپلو لورو څخه پکښي ګډون کړى وي دالله( دلوري څخه ددغو تحريفاتو او تغيراتو دلمنځه وړلو لپاره نوي هدايت نامې رالېږلي دي ددغې سلسلې وروستى سپېڅلى کتاب قرآنکريم دئ، چي داسلام پر پيغمبر محمدرسول الله3 باندي نازل سوى دئ، داقانون څه نوى قانون نه دئ او نه پوره توګه نوى شريعت دئ بلکي دهغه قانون تسلسل دئ کوم ، چي په مختلفو زمانو کي دپيغمبرانو په واسطه انسانانو ته رسېدلى دئ.
ومن الله التوفیق