مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / څوارلمسه لویه ګناه: پر الله جل جلاله او  پر  رسول ﷺ باندي درواغ ويل

څوارلمسه لویه ګناه: پر الله جل جلاله او  پر  رسول ﷺ باندي درواغ ويل

(١٤) لويه گناه: پر الله جل جلاله او  پر  رسول صلی الله علیه وسلم  باندي درواغ ويل

څوك چي د خپلي خوښي سره برابره پرېكړه كوي او په دلیل كي يوه وینا كوي او نسبت يې الله جل جلاله  او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم  ته كوي، په حقيقت كي د الله جل جلاله  او د رسول صلی الله علیه وسلم  وينا نه وي يعني د ځانه درواغ جوړوي بیخي لويه گناه ده، ځكه د یوې خوا یې دین د خپل طبیعت تابع کړ او د خپلي خوا پر الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  باندي درواغ وویل، تر  هغه مهاله مسلمان بیخي مسلمان نه دئ چي خپل طبیعت د دین تابع جوړ نه کړي دا خو لاپریږده چي پر الله جل جلاله  باندي درواغ ووايي. الله جل جلاله  یوه وینا نه وي کړې ته وايي: دا الله جل جلاله  ویلي دي، د دغي موضوع په اړه الله جل جلاله  فرمايي:

﴿وَيَوْمَ الْقِيٰمَةِ تَرَى الَّذِيْنَ كَذَبُوْا عَلَي اللّٰهِ وُجُوْهُهُمْ مُّسْوَدَّةٌ     ۭ اَلَيْسَ فِيْ جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْمُتَكَبِّرِيْنَ      60؀4﴾ ([1])

ژباړه: د قيامت په ورځ به هغه کسان ووينې چي پر الله جل جلاله  باندي درواغ وايي مخونه به يې تور وي.

په بل ځای کي الله جل جلاله  فرمايي:

﴿وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰي عَلَي اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰيٰتِهٖ  ۭ اِنَّهٗ لَا يُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ    21؀﴾([2])

تر هغه چا به لوی ظالم څوک وي چي پر الله جل جلاله  باندي درواغ وايي او یا یې د آیتونو څخه انکارکوي؟ باور وکړئ! ظالمان به خلاص نه سي.

یعني دا چي هغه چا ته الله جل جلاله  تر ټولو لوی ظالم ویلی دئ، چي د ځانه پر الله جل جلاله  باندي خبري جوړوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: څوك چي پر ما درواغ ووايي، په جهنم کي دي د ناستي ځای ورته جوړ کړل سي. ([3])

په بل ځاى كي رسول الله صلی الله علیه وسلم  داسي فرمايلي دي: څوك كه پر ما درواغ وايي داسى نه دئ لكه پر بل چا چي درواغ ووايي، څوك چي قصداً پر ما درواغ ووايي د ناستي ځاى دي په دوږخ كي ورته تيار سي. ([4])

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

———————————

([1] ) سورة الزمر، الایة: ۶۰.

([2]) سورة الانعام، الایة: ٢١.

([3]) عن أنس قال: قال رسول الله  صلی الله علیه وسلم : من كذب علي متعمدا فليتبوأ مقعده من النار. (لم يرو هذا الحديث عن شعبة إلا حرمي بن عمارة وأبو داود الطيالسي، الطبراني في معجمه الأوسط، ج: 2، ص: 263، ح:1930)

([4])حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا قران بن تمام عن سعيد بن عبيد الطائي عن علي بن ربيعة الأسدي، قال: مات رجل من الأنصار يقال له قرطه بن كعب فنيح عليه فخرج المغيرة بن شعبة فصعد المنبر فحمد الله وأثنى عليه، ثم قال: ما بال النوح في الإسلام أما اني سمعت رسول الله  صلی الله علیه وسلم  يقول: ان كذبا علي ليس ككذب على أحد الا ومن كذب علي متعمدا فليتبوأ مقعده من النار ،الا وأني سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم  يقول: من ينح عليه يعذب بما يناح به عليه. (ابن حنبل في مسنده، ج: 4، ص: 245، ح:18165)

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …