مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق)

د مسلمانانو په وړاندي لوى لاري نيول، مالونه او پيسې ځني اخيستل لويه گناه ده. د سپېڅلي شريعت د قانون له مخي راسته لاس او چپه پښه پرېكول ورته جزا ټاكل سوې ده.

الله جل جلاله یې اړونده فرمايي:

﴿اِنَّمَا جَزٰۗؤُا الَّذِيْنَ يُحَارِبُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَيَسْعَوْنَ فِي الْاَرْضِ فَسَادًا اَنْ يُّقَتَّلُوْٓا اَوْ يُصَلَّبُوْٓا اَوْ تُـقَطَّعَ اَيْدِيْهِمْ وَاَرْجُلُهُمْ مِّنْ خِلَافٍ اَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْاَرْضِ ۭ ذٰلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَاوَلَهُمْ فِي الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيْمٌ ﴿۳۳﴾ ([1])

ژباړه: باور وکړئ د هغو کسانو سزا چي د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم (د دوستانو سره) جنگ كوي، په مځكه كي د فساد کولو کوښښ کوي (سزا يې دا ده)، چي ووژل سي، يا په دار سي  او يا يې رد او بدل   لاسونه او پښې پرېكړل سي ( يعني راسته لاس او چپه پښه) او يا د مځكي څخه وشړل سي دوی لپاره دغه د دنيا بې عزتي ده (چي وژل يا لاس او پښې پرېكيدل دي) او په آخرت كي ورته لوى عذاب سته.

په پورتني آيت كي د لار نيوونكو لپاره څلور ډوله سزا ښودل سوې ده او د لار نيوونكو گناه هم څلور ډوله لري؛ ځكه كه لار نيوونكو مرگ كړى وي او د غلا وخت يې نه وي پيدا كړى سزا يې مرگ دئ اوكه يې مرگ كړى وي او غلايې هم كړې وي سزا يې مرگ ده  او په دار به هم ځړول كيږى. او كه يې مرگ  نه وي كړي غلا يې كړې وي سزا يې د لاس او پښې پرېكېدل دي او كه يې نه غلا كړې او نه يې مرگ كړى وي سزا يې د و‌طن څخه شړل دي.

*****

مأخذ: لوی ګناهونه د دوزخ لمبې

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد


[1] ))سورة المآئدة، الاية: ۳۳.

مخکنۍ برخه (درویشتمه ویشتمه لویه ګناه) دلته ولولی:

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …