ځوانه د اختر ګټې له لاسه ور نه کړې(دریمه برخه)
لیکنه: محمد نبي سلطاني
٧_ د مور او پلار سره دي په دې ورځ کي داسي رويه وکړه ، چي هغه درڅخه خوشحاله سي، شته ورته ورکړه ، د خپلوانو کره يې بوزه ، د دوئ د دوستانو قدر وکړه ، هغه څه چي دوئ يې غواړي هغه ورته برابر کړه ، پر دوى دي د خپل وس سره سم د رزق پراخي راوله ، تر څو دوئ درڅخه راضي سي .
٨_ د همسايه ګانو او د دوستانو د اختر مبارکۍ ته ورسه، پر فقيرانو، پر مسکنانو او پر يتيمانو دي پراخي وکړه او د هغوى سره خواخوږي څرګنده کړه، په خاصه توګه بيا په داسي جامعه کي چي د هغي جامعي په هره کورنۍ کي د غمونو څپي وي هلته يتيمان د خپل پلار لاس پر سر تېرول غواړي دلته کونډي او بوري ژاړي د خپل خاوند او د خپل زوى غم يې ژړوي.
٩_ لکه څنګه چي غربيان غواړي پر موږ د جګړي په ميدان کي لاس بري سي ، نو همدا رازدوئ غواړي چي موږ په کلتوري لحاظ سره هم د دوى په شان جوړ کړي له هم دې امله غرب پلوه رسنۍ د اختر خلک و بېلا بيلو غيره اخلاقي کارونو ته چمتو کوي او د هغوئ په ذهن کي دغه بد کارونه کوم چي زموږ په دين، مذهب، کلتور او پښتني ټولنه کي ناروا او زموږ د ټولني څخه خلاف دي ، ځوانان مو ورته هڅوي ، نو پام چي د دوئ په دا غوړو شعارونو باندي ونه غولېږي ، خپل هويت بدل نه کړې .
١٠_ د خپلو دوو خوابدو وروڼو په منځ کي دي صلح وکړه او د دوئ تر منځ د ميني او محبت مزي ټينګ کړه ، ځکه اختر د ميني ، محبت او ورور ولۍ ورځ .
١١_ د الله ذکرپه دې ورځ ډېر کوه ، ځکه ډيرذکر کول او د قرآن شريف تلاوت کول د انسان زړه روښانه کوي او کوم خفګان او اندېښنې چي په زړه کي وي د هغوئ بوج کموي .
١٢_ د نفس سره محاسبه د روژې زیاته برخه تیره سوه، نو پر موږ مسلمانانو په خاصه توګه پر ځوانانو دا لازمه ده چي لږ ودریږو او د خپل نفس محاسبه وکړو او هغه داسې چې:
- په تیرو سوو ورځو كې مې څه وكړل ؟
- د پاته ورځو لپاره څه په پام کي لرم؟
تر څو داسې نه سي لکه څنگه چي روژه راغله او له ډېرو کسانو څخه په نا خبري کي تېره سوه ، نو ستا له پاره لازمه ده ، چي د اختر په دې مبارکو ورځو کي د خپل نفس محاسبه وکړئ .
١٣_ د زړه نرم کول ، ځوانه ته بايد ډېر خواخوږئ يې او د هغو بېوزلو ، کونډو ، يتيمانو ، مظلومانو او غريبانو د اوښکو په ليدلو سره بايد ستا په زړه کي هم د خواخوږي اوښکي پيداسي او وچي سترګي دي لندئ سي او د دوئ د لاس نيوي له پاره خپله سينه پراخه کړې .
١٤_ اختر دي بايد په اخلاقو كي ژور بدلون راولي او د پخوا په پرتله دي بايد اخلاق دوه برابره سي .
١٥_ د ګناهونو دمغفرت احساس دي په ځان کي راژوندى کړه او د الله څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړه ، ترڅو الله درته بخښنه وکړي او د دې او هغه دنيا سعادت دي په برخه سي .
١٦_ د الله تعالی د رحمت د نزول احساس وکړه او د الله څخه رحمت وغواړه چي نفس دي پاکوالى ومومي .
١٧_ د جهنم د اور څخه د آزادۍ احساس وکړه ، ترڅو دي الله د جهنم د اور څخه ازاد کړي .
١٨_ په هر حالت کي د جنت غوښتونکئ سه او د الله څخه د جنت غوښتنه کوه، تر څو وس دي کار کوي و خپلو ګناهونو ته متوجه کېږه او د جنت د لاس ته راوړلو غوښتنه کوه .
او ځوانه دغه ديارلس کارونه مستحب دي په دې کوچني اخترکي يې تر سره کړه :
١- خوراک به کوې.
٢- هغه به هم خرما خورې .
٣- تاک خورما وي به خورې
٤- غسل به کوې
٥- مسواک به وهې
٦- خوشبيي به لګوې
٧- په ټولو کي به هغه ښه کالي اغوندې
٨- سرسايه به ورکوې
٩- او خوشحالي به ښکاره کوې
١٠- د اختر د سهار لمونځ به د کلي په مسجد کي کوې.
١١- و عيدګا ته به روانيږې
١٢- په لاره کي به کرار تکبيرونه وايي او چي کله و عيدګا ته ورسيږي نو پرېږدې به يې.
١٣- او چي کله را واپس کيږي نو پر هغه لاره به راځي پر کومه چي نه وي تللى.
Alcohol Outpatient Programs Near Me http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Drug Rehab Cost
http://aaa-rehab.com