په څو کرښو کې لوی مفاهیم(۱۶)
لیکنه: حامد افغان
کیسه ګۍ
د لوبو د دکان مخته یې د لوبو د څارويو بالونونه پړسولي او په تار تړلي وو، او هوا به د دکان په مخکي پورته لوړ تم کړي وو، بله ورځ په دې ښار توندو بادونو را مخه کړه د دې دکان له بالوني پړسېدلو څارويو نه یې د آس تار پرېکړ او هوا ته یې پورته کړ.
باد د آس بالون د دې ښار څنګلوري ښار اسمان ته ورساوه د هغه ښار د تقدس او سپېڅلتيا په حقیقت نه پوهېدونوکو سادګانو یې ويډيوګانې ډکې کړې او په خواله رسنیو کې یې د هغه ښار د “کرامت ” په عنوان وشیندلې. دا یې هم د مکې په اسمان کې د اسانو #کیسه_ګۍ.
غږ مه لوړوه
د خبرو پر مهال غږ مه لوړوه، ښکلې جملې او ښایسته توري غوره کړه، ځکه باران ګلان شنه کوي تالنده او برېښنا ګلان نه زرغونوي.
دشاتو څاڅکی
یوه ميږي پر ځمکه د شاتو یو څاڅکی ولید، یو څه یې ورنه وڅښل او روان سو له ځانه سره یې وویل: دومره خوږ شی باید یوڅه نور هم وڅښم، نور یې هم وڅښه. اخیر د شاتو خوږوالي دې ته مجبور کړ چې دشاتو څاڅکي ته ور ننوت.
ميږي ډیر شات وڅښل کله یې چې د وتلو اراده وکړه ویې نکړای سول چي ووځي، ډیرې هڅې یې وکړې خو ګټه یې نه لرله، اخیر د شاتو په څاڅکي کې مړ شو.
هوښیاران وایې دنیا د شاتو غټ څاڅکی ده، که یو څوک د اړتیا په اندازه ګټه ور نه اخلي سلامت او په عافیت کې به وي او که منځته ور ننوځي هلاکت او بربادي به یې په برخه وي. نسئل الله السلامة.