مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

تعلیم  القرآن راډیو

په څو کرښو کې لو ی مفاهیم(۱۴)

لیکنه: حامد افغان

رښتینې ملګرتیا

له هوښیار نه پوښتنه وشوه چې رښتینې ملګرتیا څنګه وي؟ ده ورته وویل: لکه لاس او سترګې، کله چې سترګې وژاړي لاس یې اوښکې ور پاکې کړي او که په لاس درد شي سترګې اوښکې پرې تويوي.

خوږې خبرې

ماشوم ته داسي مه وایه: لمونځ وکړه! ورته وا: راځه زه او ته یو ځای لمانځه ته ولاړ شو نو په جنت کې به هم سره یو ځای یو، ماشومې ته وا: له مور سره دي چې یو ځای په لمانځه ولاړه یې په جنت کې به یې هم ملګرې یې . پام مو وي خوږې خبرې هیڅکله بې اغیزې نه وي.

دری کلمات

له دریو کلماتو ځان وژغوره ! ځکه په دې دریو کلماتو ابلیس، فرعون او قارون ازمویل شوې وو.

( زه ) شیطان ته امر وشو چې ادم علیه السلام ته سجده وکړه هغه وویل : ( زه له هغه نه غوره یم ) .

( زما ) داخبره فرعون کړې وه:( د مصر واک زما په لاس کې ده ).

( زما سره ) داخبر قارون کړې وه چې:ما ته دنیا په هغه علم سره راکړل شوې ده چې زه یې لرم .

بلکي همدا خبري په دې ډول وکړه :

(زه ) ګناه ګار اوخطاکار انسان یم اوپه دي اعتراف کوم . (زما) جرمونه او خطاګانې خورا زیاتې دي زه ډیر بي وسه او لږ ځواکه یم. خدایه ( زما سره ) چې څومره د ګناهونو پیټي دي هغه ټول راته وبښه اوزما پټ اوښکاره ټول ګناهونه ر ا وبښه .

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …