په څو کرښو کې لوی مفاهیم(۳۰) او وروستۍ برخه
لیکوال : حامد افغان
د ژبي ساتنه
خبرې لکه درمل، کم او مناسب یې ګټور، زیات یې سړی وژني. عمرو بن العاص رضي الله عنه. یوه هوښیار ته چا وویل: په بنیادم کې څومره عیبونه دي؟ هغه وویل: بې شمیره دي، خو بنیادم ” یو ” داسې خوی لري که هغه خپل کړي ټول عیبونه به یې پټ کړي او هغه ” د ژبي ساتنه ” ده.
همتونه لوړ کړئ
د کال 440هـ کیسه ده یوه ورځ دوه لوی عالمان: مشهور ظاهري فقیه ابن حزم الاندلسي او مشهور مالکي فقیه ابو الولید الباجي رحمهما الله تعالی؛ سره یو ځای شول، د دوی دواړو تر منځ مناظره پیل شوه، کله چې مناظره پای ته ورسیدله ابو الولید الباجي ابن حزم ته وویل: زما معذرت ومنه، زما مطالعه به اکثره وخت د پیردارانو څراغونو ته وه.
ابو الوليد الباجي رحمه الله فقیر و، هیڅ یې نه لرل، آن په کور کې د ډېوې د تېلو وس یې هم نه لاره، نو د پیردارانو څراغونو ته به یې مطالعه کوله، د ښپې له مخي به د پیردارانو څراغونه په لاسونو کې وو د ښار ساتنه به یې کوله، ابو الولید الباجي رحمه الله به په هغوی پسي ترشا روان و، کتاب به یې په لاس کې نیولی و او مطالعه کاوه به یې!، نو ځکه یې ابن حزم ته عذر وویلې. الهمة طریق الي القمة.
نوم ورکی عسکر
په لومړۍ نړیواله جګړه کې یوه فرنګي عسکر چې ” هنري ټنډي ” نومیدی د جګړې په ډګر کې د الماني پوځ یو ټپي عسکر وژغوری، که څه هم هغه د دښمن د پوځ عسکر و خو هنري هغه د انساني عاطفي پر اساس پټ ساتلی و او له درملني وروسته یې پرېښود، وروسته هنري پخپل دې کار تر مرګه سخت پښیمانه و ځکه هغه المانی عسکر ” اډلوف هټلر ” و! .
مینه
ماشومان پخپلو کې د رنګ او توکم پراساس له یوه بل سره مینه یا له یوه بل نه کرکه نه کوي، نو معلومه شوه چې توکميز تعصب او کرکه اکتسابي ده فطري نه ده، نو که یو انسان کرکه او تعصب زده کولی شي کولی شو هغه ته مینه هم ور زده کړو.
که غواړو چاته مینه ور زده کړو له هغه مخکي باید مینه ور سره وکړو. او لکه په نبوي حدیث کې چې راغلي د مومنانو پخپلو کې له یوه بل سره مینه د هغوی د ایمان په تکمیل کې ښه مرسته کوي.
دوه مختلفې پیښې:
فیل د بورې بورۍ پټه کړه، او میږي دبورې یوه دانه پټه کړه، میږی سمدستي ونیول شو او د قانون منګولو ته وسپارل شو، او د فیل غټ جسم له هغه سره له قانون نه په پټیدلو کې مرسته وکړه. ویې منئ دا زموږ دسیمې ځمکني حقائق دي.
استغفار
سفیان الثوري رحمه الله وایي: عجیبه ده! څوک چې د نجات سپرلي لري هغه به څنګه غرقیږي؟!، چا ورته وویل: د نجات سپرلي څه شی ده؟ ده وویل: ” استغفار “. ابن رجب الحنبلي رحمه الله وايي: که له نېکانو سره په ښو عملونو کې سیالي نه شې کولی له ګناهګارو سره خو په ” استغفرالله ” ویلو کې سیالي وکړه.
کیسه کا یوه زړه به هره شپه هر چا ته بښنه کوله نو ارام ژوند یې و، د الله په ویش به راضي و نو ژوند یې خوشاله و، او په هر حال به یې ” الحمد لله ” ویله نو شپه ورځ به یې موسکا په خوله وه.
کوم قوم چې خپل ظالمان ستايي هغوی د مظلومیت او غلامي په تیارو کې روږدي شوي دي او د ازادي او حریت لورته تللې لاره یې ورکه کړې ده.
انسان په په څه لرلو ښه او غوره نه ګرځي بلکي په ورکړه ښه ګرځي، لکه لمر د اور کتله ده خو مخلوقاتو ته رڼا ورکوي.
که د دنیا ژوند اسانه وی نو “صبر” به د جنت دروازه نه بلل کیده، د سلفو یوه عالم ته چا وویل: صبر څه شی دي؟ هغه ورته وویل: دا چې ته په ازمایښتونو او ستونزو کې وې او زړه دي وايي: ” الحمد لله” .
لکه نن سبا چې زموږ وګړي په ټولو حواسو او عجیبه مینه او لیوالتیا لوبو ته متوجه وي د نړۍ د پرمختللیو قامونو وګړي د خپلو هیوادونو لوړو ګټو ته همدومره متوجه وي.
پای