په څو کرښوکې لوی مفاهیم(۱۸)
لیکنه: حامد افغان
ستاینه
ابوبكره رضي الله عنه وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کې د یوه سړي یادونه وشوه بل سړي د هغه ستاینه وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل: ستا په حال افسوس ده تا د خپل ملګري غاړه پرېکړه، دا خبره رسول الله څو ځله وکړه، بیا یې وویل: که ستاسو کوم یو خامخا د چا ستاینه کوي د هغه په اړه چې دی څه ډول فکر لري ودي وایي: زه ګومان کوم داسي به یي، او الله به له هغه سره حساب کوي او الله ته څوک د چا تزکیه نه شي کولی. عن أبي بكرة رضي الله عنه: أن رجلا ذكر عند النبي صلى الله عليه وسلم فأثنى عليه رجل خيرا، فقال النبي صلى الله عليه وسلم ويحك قطعت عنق صاحبك، يقوله مرارا، إن كان أحدكم مادحا لا محالة فليقل أحسب كذا وكذا إن كان يرى أنه كذلك، والله حسيبه ولا يزكي على الله أحدا. رواه مسلم (4/2296) [برقم (3000)، والبخاري برقم (2662)].
ذکر لکه لمونځ
مسروق بن الأجدع*رحمه الله تعالي وایي: تر څو چې د مومن زړه الله يادوي تر هغو داسي دی لکه په لمانځه چې ولاړ وي، که څه هم په بازار کې ګرځي. رواه ابن أبي شيبة في المصنف٣٦٢٠٨.
*مسروق رحمه الله د کوفي اوسیدونکی دی او له لویو تابعينو نه شمیرل کیږي، ابوبکر صدیق، عمر، علي او نور صحابه رضی الله عنهم یې لیدلي دي او روایتونه یې ورنه کړي دي، په کال 63/62 هـ کې وفات شوی دی. سیر الاعلام النبلاء.
لویانو ته دعا
امام احمد بن حنبل رحمه الله وایي: له ما نه چې د کومي مسئلې پوښتنه وشي او په اړه یې ماته حدیث نه یي معلوم نو ورته ووایم: شافعي داسي ویلي دي، ځکه هغه امام و او زه د اڅلویښت کاله امام شافعي رحمه الله ته په لمانځه کې دعا کوم!. السير10/ 82.۶
ډېر خلک
که یو چاته نصیحت وکړې او درته ووایي: نن سبا “ډیر خلک ” دا کار کوي، ورته وا: په قرانکریم کې د ‘ډیر خلک’ (اکثر الناس) پلټنه وکړه هر ځای به له هغه وروسته لیکلي وي: لایعلمون، لایشکرون، لایؤمنون. یعني ډېر خلک نه پوهیږي، ډېر خلک ناشکره دي، ډېر خلک بې ایمانه دي.
حسد
وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ . سورة الفلق. يعني او ووایه حسد او کینه کوونکی چې کله حسد او کینه کوي د هغه له شر نه پناه غواړم، پوهان وایي: حسد او کینه تر ټولو لویه احمقانه بد اخلاقي ده ځکه حسد کوونکي ته حسد هیڅ ګټه نه رسوي. خو کله چې د چا په زړه کې د حسد لمبې زیاتـې شي بیا هغه کوښښ کوي هغه چا ته ضرر ورسوي چې دی حسد ورسره کوي نو ځکه الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر کوي چې د حسد کوونکي له شر نه پناه وغواړه: وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ .