په څو کرښو کې لوی مفاهيم(۶)
لېکنه: حامد افغان
رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ
د صحابه کرامو رضي الله عنهم یو ستر صفت قرانکریم دا بیان کړی دی چې دوی پخپلو کې په یوه بل مهربانه وو یوه بل ته نرم وو: رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ. سورة الفتح. په یوه بل مهربانه کیدل هغه وخت رامنځته کیږي چې پخپلو کې د مینې ریښه مزبوته او پیاوړې وي، او د مسلمانانو تر منځ مینه او یووالی ټینګول د هر مومن عیني فرض ده.
څوک چې په کور کلي، ښار او مالت، ادارو او انساني تجمعي ځایونو کې کرکې او نفرتونه خپروي او د مسلمانانو ترمنځ مخالفتونه راټوکوي هغه که په هر نوم وي د غندنې او ترټنې وړ دي، داسي خلک شته چې دا ډیره موده په کرکو، او نفرتونو پیدا کولو بوخت دي پخپلو کې د شخصي ګټو له پاره اوږده مخالفتونه پالي او ناخبره ځوانان یې په ځیني سیاسي او آن مذهبي شعارونو یا فرعي نامهمو اختلافاتو دروهلي او ټوټه کړي دي دا خلک د مینې او مهرباني دښمنان دي پلوي یې د فساد او فتنو د پراخه ولو او لویه ولو معنا لري.