مخپاڼه / بیلا بیل / ۴۰ ورځي ګټمن عالم / په ناحقه شاهدي ورکول

په ناحقه شاهدي ورکول

نهم ویشتم درس:
په ناحقه شاهدي ورکول:
د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت دئ، چي رسول الله اصحابو كرامو ته وفرمايل: آيا زه تاسو ته تر ټولو په لويه گناه خبر در نه كړم؟ رسول الله درې ځله دغه خبره تكرار كړه. اصحابو كرامو وويل: خبر مو كړه يا رسول الله ! رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: لاندي شیان تر ټولو لوي گناهونه دي:
1. د الله جل جلاله سره شريك نيول.
2. د مور او پلار ازارول.
د حديث روايت كوونكى وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم تكيه وهلې وه د درېیم شي په ښوولو سره راكښېناستي او و يې فرمايل: خبر اوسئ! ناحقه خبره او ناحقه شاهدي لويه گناه ده، دا خبره يې تكرارول تر داسي بريده چي موږ وويل: كاشكي يې دا خبره پرې ایښې وای.
و عن أَبي بكرة نُفَيع بن الحارث  قَالَ: قَالَ رَسُول الله : ألا أُنَبِّئُكُمْ بأكْبَرِ الكَبَائِرِ؟ ثلاثاً قُلْنَا: بَلَى! يَا رَسُول الله! قَالَ :الإشْرَاكُ بالله، وَعُقُوقُ الوَالِدَيْنِ، وكان مُتَّكِئاً فَجَلَسَ، فَقَالَ: ألاَ وَقَوْلُ الزُّورِ وَشَهَادَةُ الزُّورِ فَمَا زَالَ يُكَرِّرُهَا حَتَّى قُلْنَا: لَيْتَهُ سَكَتَ. )أخرجه البخاري: 3/225 (2654 )، ومسلم: 1/64 ( 87 ) ( 143)(
یادونه: پر داسي لیکنه باندي لایک کول چي غیر شرعي وی او یا هم پر حقیقت ولاړه نه وي ددرواغو په شاهدي کي داخله ده کبیره ګناه ده ځکه نو دیوه داسي چا لیکنه مه لایک کوه چي غیر شرعي وي او ته یې فقط خوشاله کوي دیوه فاسق لپاره لوی رب مه ناراضه کوه، هره لیکنه چي کوې ښه یې ګوره بیا لایک ورباندي کوه.

په ناحقه شاهدي ورکول

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

یوه تبصیره