مخپاڼه / ستاسو شرعی پوښتنی او جوابونه / په مسجد کي د دواپاشۍ حکم!

په مسجد کي د دواپاشۍ حکم!

نن د کرونا دمخ نيوي په موخه يو شمېر مسجدونه دوا پاشي سوه
خلکو پوښتنه کړې ده ، چي په دغه دوا د مسجد غالۍ مرداريږي که يا؟
لمونځ ورباندي جايز دئ که يا؟
په دغه اړه که څه هم ما په تير پوسټ کي په لنډو ټکو حکم بيان کړ خو ځينو ملګرو ته ښه وضاحت نه وو سوی بناء څو خبري اړيني بولم:
۱: له خلکو مننه، چي پر مساجدو يې مصرف وکړ او دغه د تعقيم مايع يا سنيتايزر يې په مساجدو کي وپاشل.
۲: دغه دوا يا سنيتايزر د طبيبانو په قول د اوبو ، الکحولو او ډيټولو څخه مرکب دي.
۳: اوبه پاکي دي البته عمده شی چي الکحول دي په دې اړه د ځينو رايه داده چي دا دشرابو يو ډول دئ کالي په مرداريږي، ددوی په آند فشاري عطر (عطر طيار) ، سپرې او داسي نور هم نجس دي استعمال يې نه دئ جايز.
البته تحقيق دادئ چي ياد الکحول نجس نه دي په حاشيه کي د کتاب حواله ليکم ان شاء الله(۱)
۴: کومه دوا چي په مسجدونو کي پر مصلاوو پاشل سوې ده لمونځ ورباندي جايز دئ.
۵: معلومه خبره ده چي مايع دلې جوړيږي پاکي اوبه په ګډيږي ځکه مراري اوبه خپله مکروب دئ بل مکروب نه سي وژلای البته دوا پاشونکي دي خلکو ته اطمنان ورکړي چي پاک مواد يې مرکب کړي دي.
۶: کومه دوا که يقيني نجسه وي په دوه شرطه يې خوراک جايز دئ:
الف: علاج به يقيني په کيږي.
ب: په پاکو شيانو به يې علاج نه وي.
۷: عامي دواوي چي حال يې معلوم نه وي استعمال يې جايز دئ تر څو چي پر نجاست يې يقين نه وي راغلی.
ستاسو ورور:
مولوي عبدالهادي حماد ۱۷ شعبان ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

فتوا: مضاربت څه ته وایي؟

جواب ويونکی: مفتي عبدالهادي حماد. ستاسو د شرعي پوښتنو جوابونه کوم چي مو د حمادیه …