په حلال رزق د روژه مات ورکولو فضلیت(الحدیث)
رسو الله صلی الله فرمایي: څوک چي د حلالي ګټي څخه و روژاتي ته د روژه مات لپاره يو شى ورکړي نو د روژې په مياشت کي ملائکي ده ته رحمت لېږي او قدر په شپه به جبرائيل علیه السلام ورمصافحه (لاس په لاس) سي.
د کوم چا سره چي جبرائيل علیه السلام مصافحه وکړي د هغه په زړه کي نرمي پيداسي او تر سترګو يې اوښکي بهېږي حماد بن سلمة رضی الله عنه به د ورځي و پنځوسو روژاتيانو ته روژه مات ورکاوه (روح البيان).