موسيقي او نوي ليکوالان (د موسيقي پر روا کوونکو باندي رد)
په انسان کي پر موسیقۍ د خوند اخيستلو ماده سته؟
كه څوك په دې اند وي چي انسان څښتن تعالى( داسي جوړ كړى دئ، چي طبعاً د موسيقۍ سره مينه لري او خوند ورباندي اخلي نو بيا يې ولي ورباندي حرامه گرځولې ده؟ نوموړی نظر به هغه وخت د ويلو وړ وي چي د لاندي دوو (٢) پوښتونو جواب يې ويلى وي:
لومړى:
انسان چي د هر شي غوښتنه وکړي هغه شى بايد حرام نه سي؛ ځكه انسان ډېر وخت د داسي شيانو غوښتنه كوي چي په ښكاره د انسان تاوان وي، لكه: غلا كول ، زنا كول ، شراب چيښل او داسي نور. دا ټول هغه شيان دي چي په ښكاره يې ټول بشريت ته بدي پايلي معلومي دي.
د دغي خبري څخه معلومېږي چي انساني طبیعت خوښوونه د رواوالي دلیل نه سي کېدای یعني دا چي انسان هر شی غوښتئ هغه باید حلال سي ځکه ډېر شیان انسان غواړي خوند ورباندي اخلي مگر هغه د انسان لپاره سخت نقص وي.
دوهم:
که انسان د موسیقۍ سره طبعاً مینه لري نو د انسان نفس درې (٣) مرتبې لري. انسان په کومه مرتبه کي د موسیقۍ سره مینه لري؟
انساني نفس لاندي درې (٣) حالتونه لري:
الف – نفس اماره :
نوموړي نفس د هغه نفس څخه عبارت دئ چي انسان بدو او ناسمو كارونو ته هڅوي او د هغو بدو كارو سره مينه لري. که د انسان نفس په دغه مرتبه کي وي نو انسان په دغه حالت کي د الله( څخه لیري وي، د الله( عبادت کول ورته گران معلومېږي او تمام بد عملونه ورته ښه معلومېږي خوند ورباندي اخلي او ټول هغه کارونه چي حرام وي هغه ورته ښایسته معلومېږي. لكه چي الله( یې یادونه کړې ده او فرمايي:
﴿اِنَّ النَّفْسَ لَاَمَّارَةٌۢ بِالسُّوْۗءِ﴾ [يوسف، الایة:۵۳]
ژباړه: باور وکړئ نفس په پوره توگه د بدو کارونو امر کوونکی دئ.
ب – نفس لوامه:
نوموړى نفس د هغه نفس څخه عبارت دئ چي انسان د لوړ عالَم ولوري ته هڅوى او د ناوړه كارونو څخه تېښته كوي، كه كومه تېروتنه ځني وسي د ځان لپاره يې شرم گڼي او ځان ملامت بولي. که انسان د نفس په دغه مرتبه کي وي نو بیا ډېر بد کارونه ورته بد معلومېږي، کرکه یې ځني کېږي، بلکي کول یې یو ډول ناآرامي ورته پیدا کوي. لكه چي الله( یې یادونه کړې ده او فرمايي:
﴿وَلَآ اُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ Ąۭ﴾ [القيامة، الایة: ٢]
ژباړه: قسم په لوامه نفس کوم.
ج – نفس مطمئنة:
نوموړى نفس د هغه نفس څخه عبارت دئ چي د لوړ عالم و لوري ته ميل كوي، د څښتن تعالي( پر پيروى او اطاعت باندى خوند اخلي، په الهي عبادت کي ورته پوره ارامتيا او تسلي وي، بد اعمال یې سخت ناارامه کوي، د هر بد عمل بدبويي محسوسوي، د هر نېک عمل خوشبويي محسوسوي. که انسان د نفس په دغه مرتبه کي وي نو انسان تمام هغه کارونه ښه بولي او خوند ورباندي اخلي کوم چي په حقیقي ډول انسان ته گټه وي که څه هم په ښکاره یې خلک تاوان بولي او د هغو کارونو څخه نفرت کوي او سخت یې ناارامه کوي کوم چي په حقیقي ډول انسان ته نقص وي، لكه چي الله( یې یادونه کړې ده او فرمايي:
﴿يٰٓاَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَىِٕنَّةُ 27ڰ ارْجِعِيْٓ اِلٰى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً 28ۚ ﴾ [الفجر، الایتان: ۲۷،۲۸]
ژباړه: اې مطمئنه نفسه! د دنیا څخه د خپل رب لوري ته راسه، په داسي خوشحاله حالت کي چي ته به د خپل رب څخه راضي یې او رب به ستا څخه راضي وي.
په پورتنيو درو حالتونو كه څوك فکر وکړي نو ډېر ژر به ورته معلومه سي، چي انسان د نفس اماره په حالت كي د موسيقۍ سره مينه لري؛ ځكه نفس اماره تل داسي غوښتني كوي چي د انسان لپاره په حقیقت کي تاوان وي، لكه: غلا، زنا او داسي نور. هغه وخت به پورتنى سوال پر ځاى واى چي مطمئنه نفس د موسيقۍ سره مينه لرلاى او بيا باندي حرامه واى!!!
د دې خبري د ثبوت لپاره چي مطمئنه نفس د موسيقۍ سره مينه نه لري د ټولو انبياوو، اصحابانو، اولياوو او صلحاوو ژوند ښه مثال دئ، چي يوه هم د موسيقۍ سره مينه نه ده ښودلې او نه یې هم موسیقي اورېدلې ده، هغوی د مطمئنه نفس په مرتبه کي وه.
اوس راځو معاصره موسيقۍ ته؛ لومړى بايد معاصره موسيقۍ وپېژنو! په اوسني وخت كي چي موسيقي اورېدل كيږي د رباب، ډول اوشپېلۍ په ملتیا غزل ويل دي. دغه موسيقي هغه موسيقي ده چي په ناروا والي كي يې هيچا نه شك كړى دئ او نه يې هم په ناروا والي کي چا اختلاف كړئ دئ او په تيرو پېړيو كي چي ځينو علماوو كوم اختلاف كړى دئ او يا يې ځينو د روا والي پرېكړه كړې ده، هغه يوازي غناء (یعني په ښایسته آواز شعرويل دي) او يا هغه موسيقي ده چي مستي نه راولي لكه د ساعت زنگ يا د كور د خبرولو زنگ (گېنټي) چي وروسته به یې پوره تفصیل راسي او اوسنۍ موسيقي چي اورېدل كېږى په رښتيا خلک فحشاوو او بدو كارو ته هڅوي.
قرطبي ليكي: كومه تگلاره چي ځينو صوفيانو په اوسني وخت پيدا كړې ده، چى د شعرو په ملنه باجه، شپېلۍ او داسى نور وهي دغه كار حرام دئ. ([1])
که وکتل سي اوسنى وخت هغه د فتنو ډک وخت دئ چي فتنې لکه د بوریا پاڼي یو د بله داسي سره جار وتلي دي؛ د ټولي دنیا کافرانو په اتفاق فیصله کړې ده چي مسلمانان به دحقیقي دین څخه جلا کوي او که چا پوره دین عملي کاوه هغه په افراطي یا متشدد باندي یادوي. یوازي هغه مسلمانان پرېږدي چي تش په نامه مسلمانان وي، شکل، رنگ، عمل او عقیده یې ټول د کافرانو وي صرف په خوله باندي کلمه وايي. همدا ډول که وکتل سي فتنې دومره زیاتي سوي دي چي هیڅوک او هیڅ کورنۍ خلاصه نه ده، د مثال په ډول ویلای سم:
- آیا په ټوله دنیا کي کوم اسلامي هیواد کولای سي چي شرعي حدود نافذ کړي؟ لکه: د غله لاس پرېکول، زناکار سنگسارول، قاتل اعدامول او داسي نور. او که داسي کړنو ته دنیاوال د بشر ضد اعمال وايي؟
- په نړۍ کي به د مسلمانانو یو ځای وي چي هلته دي کافران وغواړي ورسي او دوی دي نه سي ورتللای؟
- که په خپل هیواد کي وگورو، خپل همت راپورته کړو چي زموږ د پاک لمنو ښځو یو ورېښته چا نه وو لیدلی او اوس که کافران وغواړي نو کوم کور ته بې اجازې نه سي ورتللای او مسلماني ښځي نه سي لیدلای؟
- په ټوله نړۍ که به یو مسلمان هیواد وي چي کوم کافر مسلمان وژلی وي یا یې توهین کړی وي، کافر ته دي سزا ورکړي؟
- مسلمانانو ته خو کافرانو د خپل عمل مطابق بې حسابه سزاوي ورکړې، بلکي داسي سزاوي یې ورکړې چي د دوی په قانون کي هم نه وې، آیا یوه کافر ته هم د دې سزا ورکړل سوه چي تا د مسلمان کور سوځلی دئ، تا ماشوم وژلی دئ، تا قرآن سوځلی دئ، تا ښځي به عفته کړي دي، تا ژوندي خلک سوځلي دي، تا ژوندي خلک په سپو خوړلي دي، تا د خلکو عزت اخيستى دئ، تا بې محکمې خلک وژلي دي، تا بېگناه خلک وژلي دي، تا ملي او مذهبي نوامیسو ته سپکاوی کړی دئ؟!
- آیا هغه کارونه چي سیدالکونین صلی الله علیه وسلم حرام گرځولي هغه خلک په افتخار نه سي کولای، یا څوک یې لاس نیولای سي چي دا کار حرام دئ مه یې کوه؟ او که به هغه ورته وایي: ستا یې په څه؟ اوس دیموکراسي ده، هر سړى پوه سه کار یې پوه سه؟!
- داسي یو مسجد به وي چي هلته دي خلک وي او په جېبو کي دي فلمونه نه وي، یعني داسي مسجد یا کور پاته سوی دئ چي د نیم لڅو او فاحشو ښځو عکسونه دي په یوه ډول نه یو ډول ورغلي نه وي؟
- آیا یو داسي کور به وي چي هلته دي د رادیو د لاري یو کس د نامحرمي ښځي ږغ نه وي اورېدلی؟ او ښځي دي د نامحرم کس ږغ نه وي اورېدلی؟
- آیا د ټولي نړۍ د مسلمانانو څخه به د لسمي برخي مسلمانانو لباس شرعي وي؟
- د نړۍ د مسلمانو ښځو لسمه برخه به په حجاب کي وي؟
حاصل دا چي په اوس وخت کي کومه فتنه نه سته؟ او د کومي فتنې مخته څوک درېدای سي؟
الله (ج)دي مو فریاد واؤري!!!
دا چي مسلمانان اوس په نړۍ کي دومره محکوم او کمزوري سوه د دوی د بدو اعمالو نتیجه ده، تر څو چي د اسلام دین په صحیح طریقه باندي مخه نه کړي دا کړۍ به نوره هم تنگېږي. اوس مسلمه امت د یوه زخمي او بندي جسد په څېر دئ درملنه یې پکار ده، نور زخمي کول یې پکار نه دي. په تأسف سره باید ووایم چي په دغه وخت کي ځیني خلک نور هم دا جسد زخمي کوي او د مسلمه امت د دغه کمزوري او محبوس حالت څخه بده استفاده كوي، د نورو فحشاوو او ناوړه كارونو لاره پرانيزي تر څو د عقيدوي پلوه کمزوري خلگ نور هم د فحشاوو او نارواوو كندو ته ورولوېږي او دا امت نور زخمي – زخمي کړي.
د دې امت سره دوستي دا ده، چي د نيکو اعمالو لوري ته يې پیروان وهڅول سي نه دا چي د بدو اعمالو لاري په تشو بهانو ورخلاصي سي؛ لكه د افغاني ټولني يو نوموتى پوه چي زما په اند يې په مغزو كي غرونه – غرونه پوهه ښكاري او يو اثر يې د موسيقۍ د جواز لپاره چاپ سوى دئ، خو زما په اند د څيړني او شنني وروسته د نوموړي عالم ويناوي او لیکنه د قرآن او نبوي حدیثو سره برابره نه ده. همدا ډول د حنفي مذهب تر څنگ د نورو څلورو واړه مذهبونو سره هم برابره نه ده؛ ځكه كوم دلائل چي نوموړي د موسيقۍ د جواز لپاره برابر كړي دي لومړى خو اکثره هغه دلائل دي چي د ښكلي آواز د جواز لپاره دي یعني که يو څوك د شرعي اصولو سره برابر شعر په ووايي او يا د زنگ لپاره دي، چي د هغه د موسيقۍ لپاره د لویه سره نه دي چي مستي منځته راوړي، لكه: رباب، شپيلۍ، باجه او داسى نور.
دوهم دا چي زموږ افغاني ټولنه حنفي مذهبه ټولنه ده، ليكوال يو دليل هم د حنفي مذهب له لوري نه دئ راوړى، بلكي ټول دلائل يې د نورو مذهبونه او يا غيرمقلدينو راوړي دي چي د حنفي مذهب د نوموتو علماوو له خوا په ټينگه رد سوى دئ او د سوالو لپاره يې قناعت بخشه جوابونه وركړل سوي دي.
حال دا چي كومه موسيقي اوس په افغاني ټولنه كي اورېدل كېږى يا په كېسټونو او سيډيانو كي خرڅېږي، ټوله د فحشا پر لوري خوځښت دئ. دغه موسيقي د ټولو علماوو په اتفاق حرامه ده او هيڅ د رواوالي ثبوت يې نه سته كه څه هم ليكوال يو ځاى و يوه چوكاټ ته اشاره كړې ده، خو هغه يواځي د ده خيالى انځور او پرېكړه ده. په اوس وخت كي هيڅوك د دې جوگه نه دي چي د يوه بډايه اسلام لپاره دي په يوه پرېكړه كي چوكاټ وټاكي، په ځانگړې توگه هغه څوك چې د څلورو مذهبونو پرېكړه يې تر شا كړي وي اوخپله پرېكړه تپي.
تفسير احمدي ليكي: د موسيقۍ د روا والي په اړه په يوه مذهب كي هم لار نه سته. ([2]) (پوره دلائل به په تفصیل سره وروسته ذکر سي)
بالآخره يوازي او يوازي د خپل ديني مسؤليت او د خپلي ټولني د خدمت په موخه اړ سوم تر څو په خپل کمزوري فکر موسیقي د قرآن، حديث، تفسير او د مذهب په رڼا كي وشنم چي موسيقي په څومره ټينگو دلائلو حرامه ده او پر اورېدو يې څومره په سخته لهجه بنديز دئ او وښيم چي څوك د موسيقۍ د رواوالي لاره لټوي څومره يې لاره چپه كړې او د ټولني د خدمت پر ځاى يې د ټولني سره څومره ظلم كړى دئ؟ كه څه هم زه د ناپوهۍ څخه په ملاسته يم خو د مذهب د ځينو مخورو علماوو د كتابونو څخه به ځينى دلائل را اخلم كه څه هم زه د حنفي مذهب مقلد يم او افغاني ټولنه هم اکثره حنفي مذهبه ده او زموږ د اعتماد لپاره يواځي د مذهب پرېكړي کفایت كوي، خو بيا به هم د آيتونو او حديثو شريفو تر څنگ د پاته درو رښتينو مذاهبو نظريات راواخلم.
الله( دي توفيق رانصيب كړي او الله( دي زما دغه كوچنۍ ليكنه د ټولني د استفادې وړ وگرځوي او الله( دى يې د قبوليت په لورينه ونازوي.
(آمين! يا رب العالمين!)
والحمدلله رب العالمين، والصلوة والسلام
على سيدالمرسلين محمد، و آله، و اصحابه اجمعين
محتاج بنده: عبدالهادي “حماد” ۱/ ۱۲/ ۱۳۸۵ هـ ش
([1]) قرطبي، جلد: ٤، صفحه: ٥٤.
([2]) تفسير احمدي، صفحه: ٦٠٣. نوربیا…
مأخذ : موسیقي او نوي لیکوالان(د موسیقي پر روا کوونکو باندي رد)
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد.
راتلونکې برخه: