مخپاڼه / بیلا بیل / په الله (ج) باور!

په الله (ج) باور!

په الله ج باوریوه ورځ کار ته را نغی په سبا یې د کار څښتن ته عذر وکړ هغه ته خو د ده اخلاص معلوم و فکر یې وکړ شاید د معاش کمښت به وي ورته ویې ویل: سل افغانۍ مې درزیاتې کړې، ده غږ هم ونکړ په کار بوخت شو. څو ورځې وروسته بیا له کاره پاته شو بله ورځ چې کار ته راغی د کار څښتن ورته غوسه و ورته کړه یې: معاش مې هم در زیات کړ ته بیا هم کار ته ښه نه راځې، هغه سل افغاني مې بیرته کمي کړې، ده بیا هم څه ونه ویل په کار بوخت شو.

د کار څښتن یې دې چلند ته هک پک پاته شو له ځانه سره یې وویل: چې معاش مې ورزیات کړ هیڅ یې ونه ویل! اوس مې چې په غوسه د معاش کمولو ورته وویل بیا یې هم څه ونه ویل! خوات یې ورغی او دا خبره یې هغه ته وکړه چې په دواړو حالاتو کې دي هیڅ هم ونه ویل؟! هغه ورته وویل: لومړی ځل کار ته ځکه رانغلم چې کورواله مې ناروغه وه او زوی مې پیدا شو چې راغلم تا معاش رازیات کړ ما وویل چې د زوی روزي مې الله رازیاته کړه، دویم ځل له کاره ځکه پاته شوم چې مور مې وفات شوې وه چې راغلم او تا معاش بیرته کم کړ ما وویل چې د مور روزي مې بنده شوه!! .

مأ خذ : په څو کرښو کې لوی مفاهیم/تعلیم القرآن راډيو ویب پاڼه

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …