مخپاڼه / بیلا بیل / په اسلام کې ټولنيز ژوند
په اسلام کې ټولنيز ژوند
په اسلام کې ټولنيز ژوند

په اسلام کې ټولنيز ژوند

په اسلام کې ټولنيز ژوند(لومړی برخه)

رالېږونکی: عبدالله احساس

د مريض پوښتنه ، دمسلمان ورور په غم او ښادۍ کې ګډون

په غور يی ولولی اوبيا دمسلمانی دستر نعمت په شکرانه کی خپلی اوښکی تويی کړی

اسلام هغه دين دی چه دانسان دژوند ټول اړخونه پکې شامل دي ځکه دغه الهی دين دی چه الله تعالی دخپلو بندګانو دخواصواوفطرت مطابق دين رااستولی دی .

که دغه مقدس دين په درست ډول تطبيق شي نودانسانانو ژوند به يواځی دخوشحالۍ ،مينې ،رحم اومهربانۍ ،يوپربل ظلم نه کول ،ديواوبل ناموس ته احترام ، يو اوبل ته ضرر نه رسولو نه بل څه نه وي  نو که دغه دمهربانۍ اوسراسري رحم دين که ښه وڅيړو نو دخپلی مسلمانی په نعمت په دومره وژاړی چه کله خپل اهل ته راشی درته وايې به ولې دې سترګی سری او دومره ذيات دی ژړلی دی پخوا لدې چه ځواب ورکړي نوربه هم وژاړی اوډيری سلګۍ به ووهی اوبيا به خپل اهل ته ووايې ما پريږدي زه خپل رب (ج) ته دشکر اومحبت د جوش په ولولوکې يم .

نوګرانومسلمانانو وروڼو! په اسلام کې دټولنيز ژوند څونمونی مې په ډير لنډ ډول راټولی کړی چه په لاندی ډول دي، هيله لرم چه څه ناڅه مو سترګی ورباندی يخی شي .

دمريض پوښتنه کول :

مَامِن مُسلِمٍ يَعُودُ مُسلِماً غُدوَةً اِلا َّ يُمسِيَ صَلّي الله عَليهِ سَبعُونَ  اَلفَ مَلِكٍ حتي يُمسِيَ وَاِن عاَدَة عَشِيَّة ً اِلاً صَلَّي الله عَلِيه ِ سَبعُون َ اَلفَ مَلِكٍ حتّي يُصبِحَ وَكانَ لَه خَرِيف ُ ُ فِي الجَنَّةِ (ترمذي ) .

يومسلمان چه کله دبل مسلمان ورور دمريضی پوښتنه ته سهار ولاړشي نو اويازره فريښتی ورته تر ماښامه پوری دُعا کوي – اوکه ماښام  دمريض  پوښتنه وکړی نو تر سبا پوری به اويا زره (۷۰۰۰۰) ملکې دعاګانی کوي اودده لپاره به په جنت کی دميوؤ ذخيره وساتل شي .

عُودُ والمَريضَ وَالطعِمُوا الجا ـءِعُ وَ فُكوَّا العاَنِي (بخاري ) .

دبيمار دصحت پوښتنه کوی ،وږيو ته خوراکه ورکوی او بنديان له بنده خلاصوی .

دکنډو يتيمانو او مسکينانو سره ښه چلن کوی :

قَاالله تعاَلي : فَاَمّاَ اليَتيمَ فَلاَ تَقهَر وَاَمّاَ السّآءِلَ فَلاَ تَنهَر « يتيم باندی سختی مکوه او سوالګر مه رټه ‍

قَاالله تعالي : اَرَأيتَ الّذِي يُكَذِّبُ بِالّدِينِ   فَذالِكَ الّذِي يَدُعُّ اليَتيمَ وَلاَ يَحُضّ ُ عَلي طَعاَمِ المِسكِينِ

آيا تاهغه کس ليدلی دی چه دين دروغ ګڼی – داخوهغه کس دی چه يتيم لره ديکی ورکوی اود مسکينانودپاره خلقوته دورکړی ترغيب نه ورکوی .

نبوی ارشادات :

السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاريمسلم)

دکنډو او محتاجو خلکو په کار کی کوښښ کوونکی داسی دی لکه مجاهد فی سبيل الله او په بل روايت کی داسی دی لکه چی د ورځی روژه او دشپی عبادت کوی .

اَناَ وَكاَ فِلُ اليَتِيمِ فِي الجَنَّةِ هكَذاَ وَاَشاَرَ بِالسّباَ بَةِ وَ الوُسطي ‘ وَفَرَّجَ بَينَهُماَ (بخاري) .

زه او ديتيم پالونکی به دواړه جنت کی داسی برابريو اومسواکه اومنځنی ګوته يوځای کولو سره اشاره وفرمايله او ددی ترمينځ چی څومره فاصله ده .نور بیا…

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …