حامد افغان
کیسه کا یو ځای میړه او ښځي وو پخپلو کې یې زیاته مینه سره لرله، دومره چې یو له بل ګوښي یې یوه شپه هم نه شوی تیرولی، او عجیبه دا وه چې تبیتونه یې ډېر سره مخالف وو، سړی بیخي نرم او په ډېره سختي کې هم نه غوسه کیدی، او ښځه یې هغه د چا خبره سره غومبسه وه په معمولي خبره به ببره شوه او ښه سخت چیچل به یې کول.
یوه وخت د بحر له لاري لیري ځای ته په سفر روان شول، لاره اوږده او د څو شپو وه، د الله کړه وو په بحر کې یې کشتۍ له سخت توفان سره مخامخ شوه، توفان تیز و او د بحر څپې هم توفاني شوې وې، آن د کشتۍ داخل ته اوبه ننوتلې، په سپرليو کې وېره او ژړاوې خپرې شوې څوک په یوه منډي وهه نور په بله، آن د ګشتۍ مشر لارښود هم سپرلیو ته خبر ورکړ چې له سخت حالت سره مخامخ یو، او د الله په معجزه سره به ژغورل کیږو.
دوی دواړو کې ښځه دې حالت له سختي ویري سره مخامخ کړه، یوه او بله خوا یې منډي وهلې خو په دې حالت کې یې میړه نه لیدی، چې خپلې خوني ته ورغله میړه یې ارام ناست دی او د ویرې او دهشت هیڅ اثر نه پرې لیدل کیږي، دا ورته غوسه شوه چې ته هروخت نا خبره او بې پروا یې دا د کشتۍ او دا د خلکو حالت نه وینې؟!.
میړه د عادت پر خلاف په غوسه او تریو تندي ورته وکتل او سمدستي يې له تخرګه خنجر را وکیښ او د خپلې میرمني په سینه یې ونیو او په جدې او تیز غږ یې ورته وویل: ته له دې خنجر نه ویریږي؟ هغې ورته وویل: نه، ده ورته وویل: ولې؟ هغې وویل: ځکه دا په داسي لاس کې دی چې له هغه سره زه مینه لرم او په هغه زه باور لرم ، میړه یې موسکی شو خنجر یې بیرته کړ او میرمني ته یې وویل: نو زه ولې له توفان او توفاني څپو وویریږم؟! دا هم د داسي ذات په واک کې دي چې زه مینه ورسره لرم او پرې باوري یم.
په الله باور عجیبه پیاوړې وسله او د ژوند په چارو کې خورا مهمه وسیله ده، الله جل جلاله خپل نازولي پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمايي: قل لن یصیبنا الا ما کتب الله لنا. یعني ورته وا موږ ته به هغه څه رسیږي چې الله راته لیکلي وي، که هر مومن دا باور په خپله سینه کې پوخ کړي خدایګو که د نړۍ یو مصیبت او هیڅ افت یې هم وویروي، پر الله تل او په هر حال کې باور پیاوړی لرئ، د ټولو ستونزو پر مهال به بریالي او زمریالي ګرځئ.