لیکنه: محمد فهیم وقار
۱۳۹۹ لمریز کال، ثور، ۳۰ مه
ورځنۍ لیکنې څه ډول را پیل کړو؟
نهایت آسانه ده، ډېر کار نه درنه غواړي، که لږ د ژوند حالاتو ته دقیق شو، هر څه موجود دي؛ یواځې لیکل غواړي، لاندې لارې چارې یې کیدای شي درته آسانه کړي:
۱- موبایل نوټ یا یوه کوچنۍ د یادداشت کتابچه:
تر ټولو مخکې تاسو په موبایل، کمپیوټر یا په خپل چاپېریال کې یوه کتابچه دې کار ته وټاکئ! دا کتابچه یا نوټ تاسو ته واک درکوي، چې خپل ورځني احساسات او فکرونه ورکې ولیکئ! دې برخه کې چټل نویس، یا داسې څه مه کاروئ، چې په راتلونکي کې احساس درکړي، چې تاسو څومره بې مسؤلیته کار کړی دی؛ منظم اوسئ!
۲- مهم ټکي درسره یادداشت کړئ!
قوي ټکي، کلیدي ټکي هغه فعالیت دی، چې تاسو ته د لیکنو واک درکوي. یو عمل وینئ، تاسو اغېزمن کوي، دفعتا موبایل یا کتابچه راوباسئ دوه درې کلمات ولیکئ، داسې یې ولیکئ چې کله کور یا بل آرام ځای ته ورسېدی، نو هلته تشریح ورکړی شئ.
د بېلګې په توګه؛ تاسو یو مجلس کې حضور لرئ، د خور او ورور ترمنځ جګړه کېږي، پلار د عدل په ځای لور وهي او زوی ته ناز ورکوي. تاسو له دې پېښې اغېزمن شوی، نوټ مو راواخلی او کلیدي ټکي یې داسې ولیکئ: بې انصافي – جنسي ارزښت – د خلکو بد فطرت
اوس چې کله کور یا بل آرام ځای ته راغلاست، خپل لیکل شوي نوټونه وګورئ او تحلیل یې چې په څومره لنډو الفاظو کې لیکلی شئ؛ وې لیکئ!
لکه: په کورنیو کې بې انصافي، د جنسي برتري زموږ د خلکو ناسم فطرت دی، که بدل نه شي، ټولنې به ورانې کړي، ځکه ټولنې جوړې له همدې کورنیو دي.
۳- کله چې سوژه راغله؛ قید یې کړئ، مه پرېږدئ درنه وتښتي!
ډېری وخت موږ اغېزمن شو، خو په دې فکر یې نه لیکو، چې ذهن کې مو شته ده، نو بل وخت به یې ولیکم، په همدې سوچ ډېری وخت مهم مسایل درڅخه پاتې کېږي. حل دا دی، چې سوژه مه پرېږدئ درنه نالیکلې لاړه شي. که په سړک وی؛ یوې خواته شی او وې لیکئ، که په یوه مجلس کې واست؛ د یوه کاغذ په کنج یې ولیکئ، حتا که روان واست؛ یو ځل تم شئ او د خپل اغېزمنتوب کلیدي ټکي ولیکئ!
۴- یواځې یې ځان ته مه لیکئ؛ نورو سره یې هم شریکې کړئ!
د لیکنو هدف دا دی، چې تاسو اصلاح راولی، خپل احساس بیان کړئ، چې تاسو له دې ناسم یا هم سم کار څخه اغېزمن شوي یاست، نو دا اصلاح یواځې ځان سره مه ساتئ، شریکه یې کړئ، خلک په خبر کړئ، د ممکنه شبکو او لارو د لارې یې له نورو سره شریکې کړئ، هغوی چې کله غبرګون درکړي؛ په دواړو حالاتونو کې ستاسو په ګټه دئ.
۵- آرشیف یې کړئ!
ستاسو لیکنې ستاسو معنوي امتیاز دی، فایل مو، کتابچه مو او بل هر شی مو تر سمون او ایډیټ وروسته منظم آرشیف کړئ، ستاسو دا آرشیف کیدای شي راتلونکي کې تاسو ته مهم موضوعات په لاس درکړي.
پای
د تیرې (لومړۍ برخې) لوستل: