له اوو شيانو څخه ځان وساتئ!
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا هُنَّ قَالَ الشِّرْكُ بِاللَّهِ وَالسِّحْرُ وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَكْلُ الرِّبَا وَأَكْلُ مَالِ الْيَتِيمِ وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ وَقَذْفُ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ الْغَافِلَاتِ)۱(.
ترجمه: د حضرت ابو هريرة (رض) څخه روايت دئ، چي: نبي کريم (ص) وفرمايل: د اوو داسي شيانو څخه ځانونه وساتئ، چي هلاکوونکي دي. صحابه وو (رض) عرض وکړ، چي: يا رسول الله (ص)! هغه اووه شيان کوم دي؟
حضرت نبي کريم (ص) ورته وفرمايل:
- د الله تعالی سره يو څوک شريک کول (د الله (ج) په ذات يا صفاتو کي).
- جادو کول.
- داسي څوک ناحقه قتلول، چي د هغه قتلول الله تعالی حرام کړي وي.
- سود خوړل.
- د يتيمانو مال خوړل.
- د جنګ په ورځ شا ته ځغستل (تلل).
- پر پاکو مسلمانو ښځو باندي تهمت لګول.
رواه البخاري
Transaminasas Propecia Generico Worldhealthcare365 Pneumonia Amoxicillin Cialis Buy Alli Pills Now