مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / هو، غریب یم خو بي غیرته نه یم (د پندا او عبرت ډکه کیسه)

هو، غریب یم خو بي غیرته نه یم (د پندا او عبرت ډکه کیسه)

هو، غریب یم خو بی غیرته نه یم ( د پندا او عبرت ډکه کیسه)

قاري عبدالرشید عالمي

ملنګ د در وازي تر څنګ څادر غوړولي وو،د کچکول شړنګا او د خلکو ګڼي ګوڼي د جمات ښکلا څو چنده کړې وه، سیلانیانو د لرغوني جمات په اړه د ملنګانو پوښتنې کولې او هغوي به په ډير ادب او لیوالتیا ورځوابولې.

يو سور پوستی ، سپین سړی انګريز ، چې دې ښار ته د تجارت لپاره راغلی وو، د ملنګ سره څو شیبې کښيناست ، د پټاکيدانې (بټوى) څخه څو سيکي را ویستې اود ملنګ کچکول ته ور واچولي، ورپسی دجمات په لور رهې شو، خو په ناستځاي کې یې کيڅه )بټوه( هيره شوه، دا دی، چی ملنګ پرې ور سم شو، بټوه یي را واخیسته تر مازديګره د تجار هيڅ درک ونه لګيد، هغه د جمات په بله دروازه وتلی وو، ملنګ د پيسو ډکې بټوې سره کورته راغی، دومره پيسي په کې وې، چې د ملنګ ټول عمر لپاره بس وو، ښه کاروبار او روزګار پري کيده، خو ملنګ داسي ونه کړل او بټوه یي د کور په يوه خوندې ځاي کې کيښوده.

په دې کې ډيره موده تيره شوه، پوره یو کال وروسته تجار بيا په دې ښار راسم شو، جمات ته راغی، د ملنګ سترګې پرې ولګيدې، ورغږ یي کړد غږ سره سم انګريز شاته وکتل ځای په ځای هک شو، ملنګ هم ور نيږدي شو، ويل ښاغليه:که وخت لرئ يوڅه مودې لپاره تم شئ، ستاسو يو امانت راسره دی اوس یی درته راوړم،دا بټوه دتجار له ياده وتلې وه، ملنګ د ژمنې سره سم بیرته راغی، انګريز ته يي امانت ورکړ ويل ښاغليه: دا ستاسو بټوه ده پوره يوکال وړاندې له تاسو څخه هيره شوې وه او ما په خپل کور کې د امانت په تو ګه ساتلې وه ،انګريز بټوه پرانیسته ، پیسي راواخستې او د عادت سره سم یی وشمارلي، انګريز د ملنګ سپيڅلتوب ته هک پک شو، کله به یی خپلې بټوې ته وکتل او کله به یې د ملنګ شډل لباس، ګګر سر او خيرن څادر ته کتل.

د ملنګ صداقت ته انګريز ګوته په غاښ وو، ملنګ ته وويل: تاسو ډير بي وزله ښکارئ دا بټوه د پيسو ډکه ده کيدای شي ستا ټوله بيوځلي در ختمه کړي واي، مناسب کاروبار او تجارت پري هم کیده، ولې مو داسې ونه کړل؟

ملنګ موسکی شو، وويل: الحمدالله زه یو مسلمان يم او ته یو عيسوي یې،هو زه یو غریب یم خو بې غیرته نه یم، که چيرته د قیامت په ورځ ستا پيغمبر عيسي عليه السلام زما غیرتي پيغبر محمد صلی الله علیه وسلم ته ووايي: چي ستا امتي زما د حواري سره غدر کړی دهغه مال یې خوړلی، په امانت کې خيانت کړی ، حال دا چې ته په عربو کې په امين مشهور وې………. چې زما په څير د يوغریب ګدايګر د خیانت له کبله زماخوږ پيغمبر ته داسي خبره کيږې نو بيا ولي خيانت وکړم؟

د دي خبرو په اوریدو سره انګريز سخت اغیزمن شو او په اوچت غږ يي وويل : )لا اله الا الله محمد رسول الله) اود تل لپاره منسوخ شوي عيسوت پريښود او د اسلام مبارک دين ته یې کډه راوړه.

منبع: اصلاح آنلاین

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …