#نېکي نه هېرول |تعلیم القرآن اسلامي راډیو
مېوه به یې په لاس کې وه، هره ورځ به دده پوښتنې ته راتلی. تر ډیره وخته به ورسره وو، خدمت به یې کاوه، خوراک به یې هم ورته تیار کړ او بیا به ولاړ.یوه ورځ د درمل ورکولو پر مهال روغتیا پالې ورته وویل: الله دي ستا زوی لا ښه سړی کړي، هره ورځ درته راځي او څومره ښه خدمت دي کوي.ناروغ سپین ږیرئ چپ پاته سو، په سترګو کي یې اوښکې ډنډ سوې. تر لږ ځنډ وروسته یې قصه داسي ورته پیل کړه:کاشکي مي داسي زوی لرلای. دا زموږ دکلي یتیم دی، پلار چي یې مړ سو نو یوه ورځ مي د مسجد خوا ته په ژړا ولیدی.کرار مي کړ، دوکان ته مي بوتلی او خواږه مي ورته واخیستل. ډیره موده وروسته چي په موږ خبر سو چي زه او میرمن مي په کور کي یوازي پاته یو؛ نو کور ته به راتلی او راسره ناست به وو. زموږ ډیر خدمت به یې کاوه، آن تر دا نن ورځي پوري. زه چي ناروغ سوم او میرمني مي دلته راوستم، ته یي ویني چي دلته هم هره ورځ راځي. یوه ورځ مي وپوښتی چي زویه! څه وجه ده چي زموږ سره دومره ښېګڼه کوې؟ راته موسکی سو او زیاته یې کړه: بابا! هاغه ددوکان د خوږو خوند مي اوس هم په خوله کي دی!بس دا یوه کوچنۍ نیکي مي نه هیروي او تر زوی مي هم ډیر خدمت کوي.سبحان الله! دا دی اصلي اسلام، اصلي مسلمان او اصلي احسان. لوی خدای دي هر انسان له احسان فراموشۍ او نمک حرامۍ څخه وژغوری. (منبع: د پند او عبرت قصې، درېیم ټوک، مؤلف ډاکټر نثار احمد واصفي)