د نوروز رد یا تثبیت تر شا ستري ناخوالي!
لطفا نور هم په خبر کړئ!
مفتي عبدالهادي حماد
راسئ! لږ په دقت فکر وکړو پر نوروز باندي علماء، روڼ آندي ، ږغیزي او انځوریزي رسنۍ ږغېدلي دي
هر چا د خپل تحقیق له مخي شرحه کړی دئ، زه وایم دا خو دهر چا حق دئ چي د خپل توان مطابق هره موضوع شرح کړي خو ماته سوال په درو نکتو کي پیدا دئ:
لومړۍ: هر څوک چي له انده یې نوروز حرام دئ ښه کار یې نه بولي ولي دغسي کس صرف په تحقیق کي خپل دلایل وايي او دمخالف لوري دلایل سره د جوابونو نه وايي؟ یا که وګورو د کومي رسنۍ چلونکي چي له انده یې نوروز حرام دئ یوازي هغه څوک مېلمه کوي چي هغه د نوروز پر حرمت ښه ټینګ دلایل ویلای سي او هغه څوک بیخي انسان په نه نظر نه ورځي چي هغه په نوروز کي د جواز لاري لټوي یا هم که یې څوک جایز بولي هغوی صرف هغه دلایل راټولوي چي دجواز دلایل دي دحرمت په اړه که یې کوم دلایل وي هغه ټول خراپات بولي که څه هم هغه دامت دهغو سترو علماوو نظریات وي چي د درست مسلمه امت ویاړلي اشخاص وي او ویاړ یې تش تر افغانستانه نه بلکي تر ټولو عجمو یا هم تر عربو او عجمو رسېدلی وي یا په بل عبارت ټول عرب او عجم یې د ریشتنی بشریت ویاړلي انسانان بولي دداسي انسانانو نظرونه او دلایل هم ورته تش افسانې ښکاري یوازي دهغه چا دلایل یې ډېر پر زړه ښه لګیږي چي نظر یې دده سره برابر وي زه داسي مثال پیشولای سم چي په یوه هیواد کي داسي ستر علماء سته چي دهغه هیواد تاریخ به یې هیڅکله هیر نه کړي او خدماتو یې ټول هغه کسان قانع کړي دي چي ددین سره مینه لري ان تردې چي ځیني یې په اسلامیاتو کي دنړیوالو تحقیقاتي مراکزو غړیتوب لري، بیا هم یوې نړیوالي رسنۍ ددغو علماء پر ځای صرف هغه عالم د نوروز په موضوع کي مېلمه کړی دئ چي صرف نظر یې ددوی سره برابر دئ زه وایم ولي داسي رسنۍ او ادارې یوه میکانیزم نه جوړي چي له مخي یې د ازادي او شفافي سیالۍ له لاري د نوروز د تثبیت او حرمت دواړو لپاره روڼ اندي کامیاب سي او بیا دواړه لوري په پوره مهارت ورباندي دلایل ووايي بیا خلکو ته قضاوت پریږدي چي د چا دلایل غښتلی او قناعت بخشه دي او ددې لپاره هم معیار کښیږدي چي دلایل کوم معتبر او کوم غیر معتبر دي. ما ته لومړی سوال همدغه دئ او ماته دا الهام راکوي چي دلته خلک دخپلو مزاجونو تحمیل کول غواړي تحقیق نه غواړي ما اورېدلي چي فلانکی سړی که څه هم ښه محقق دئ خو زه ورڅخه بېرېږم چي هسي نه داسي خبره وکړي چي دخلکو اذهان خراب کړي، ایا عالم هم داسي خبره کوي؟ او که ستا له انده یې خبره بده ده؟ که عالم داسي خبره کوي چي په واقعیت کي پر دلیل بناء نه وي صرف دخلکو د اذهانو مخشوشول وي نو بیا خو عالم نه سو او که ستا له انده یې خبره بده وي نو بیا خو دمزاج بندګي او د بیان ازادي تش په نوم ده.
دوهمه نکته: زما سره دا پوښتنه پیدا سي چي دین خو د ټولو دئ باید ټول پکښي وږغیږي البته دا دین ساده د یو څو پاڼو نوم دئ او که ددې دین دشرحه کېدو لپاره په لس ګونه څانګي سته؟ اصلي خبره خو داده چي ډېري څانګي سته په هره څانګه کي باید دکتورې او ماسټرۍ وسي
دمثال په ډول د ملیزیا هیواد په اسلامي پوهنتونو کي ددین دشرحي لپاره دومره رشتې سته چي ان تردې یوه کس دجامعې (پوهنتون) تر فراغت وروسته صرف په فرائضو کي دوکتوره کړې وي بل کس صرف په سنتو کي دوکتوره کړې وي ، بل کس صرف په مستحباتو کي دکتوره کړې وي ، بل کس صرف په متواتر احادیثو کي دوکتوره کړې وې، بل کس صرف د قران په الفاظو کي او داسي نور… هر کس یوازي په هغه رشته کي تحقیق کوي چي ماسټری او یا یې هم پکښي دوکتوره کړې وي، ددې څخه معلومیږي چي ددین دومره ژوري څانګي دي چي په لس ګونه، نه بلکي په سلګونه کیږي په تاسف باید ووایم چي زموږ ټولنه داسي وي چي ساده دقران صحیح تلفظ نه سي کولای او صرف لس احادیث یې نه وي یاد هغه هم دجواز او نه جواز لپاره دلایل وايي، هو حق لري چي دعلماوو اقوال رانقل کړي خو هغه اقوال دي رانقل کړي چي هیواد یې په سلګونه کالو ورباندي چلېدلی دئ، تمام محاکم او قضات یې په خپلو کي معیار بولي نه هغه اقوال چي د نوري دنیا دي او دا هیواد نا خوالو او بې اتفاقۍ ته بیايي د لا ښه روښانتیا په ډول وایم چي هر هیواد ځیني داسي مذهبي رواجونه لري چي اصلا په دې هیواد کي تولید سوي وي د اسلام په پیل کي کوم بنیاد نه لري داسي کلتور نه ښيم بلکي زموږ دهیواد هغه تګ لاره ښييم چي دنړۍ ټول مذهبي معنوي قوتونه یې په رسمیت پېژني لکه حنفیت شافعیت او داسي نور….
فرضا که موږ د انصاف په سترګه وګورو له تعصبه ووزو زموږ په هیواد کي حنفي مذهب هغه تګ لاره ده چي زموږ سترو مشرانو لکه میرویس خان نیکه او احمدشاه بابا خپله کړې وه تر دوی ډېره پخوا را پاته ده دا داسي تګ لاره ده چي داسلام په پیل کي اساس لري یوازي ددې هیواد سره خاصه نه بلکي که وګورو د افغانستان تر څنګ، هند، پاکستان، بنګلدیش،نيپال ، ترکیه، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، اذربایجان، عراق او داسي نور هیوادونه د سلګونو کلونو څخه پر حنفي مذهب پاته دي او دنړۍ ستري تحقیقاتي مجموعي یا ټولۍ همدا مذهب په رسمیت پېژني په احترام ورته قایل دي زه باید په افتخار ووایم چي هو زما لپاره هم دا تګ لاره افتخار ده زما له انده دا هیواد راټولېدو ته اړتیا لري نه جلا کېدو ته نو اوس که ته دخپل هیواد ددې مشهوري تګ لاري پر ځای دنړۍ د کومي بلي تګ لاري دعالم وینا رانقلوي او هغه وینا ستا دهیواد د مذهبي اسلافو له ویناوو او تحقیقاتو سره په ټکر کي وي او هغه هم په خپل ځان کي یو با وقاره تحقیق وي خو ستا دهیواد دعلماوو تحقیق ته هم په وقار ګوري بالعکس ته دخپل هیواد مذهبي تګ لاره سپکه ګڼې او د نورو لیري هیوادو مذهبي تګ لاره یوازي په دې ښه ګڼې چي هغه ستا د طبیعت سره برابره وي او بیا د نوروز اثبات یا رد ورباندي کوې دا به انصاف وي؟ ایا دا به په دې هیواد کي دا ټوټه خلک نور هم سره ټوټه نه کړي. ولي معیار هغه تګ لاره ونه ټاکل سي چي ددې هیواد ټوټه خلک یې په سلګونه کلونه په خپله رڼا کي سره یوموټي ساتلې وه دا زما او ستا پردیو په لاسونو غځولو او دهغې تګ لاري ته تر شا ورګرځولو وروسته دناورین سره مخ سوی یو.
حاصل داچي ولي مذهبي پرېکړي دهغو سره خاصي نه سي چي هغوی پکښي تخصصات لري، او معیار هم خپل د هیواد کلتوري مذهبي تحقیق سي؟ ایا که هر کس وناکس ته په دومره ژورو مسئلو کي دتحقیق اجازه ورکړل سي او هغوی بیا دهر هغه چا قول رانقل کړي چي دده له مزاج سره سم وي دا به نقصان ونه کړي؟
دریمه نکته: په دې هیواد کي ډېري ناخوالي دي هیڅوک سترګي نه سي پوټولای چي دلته استعمار نه سته، هیڅوک سترګي نه سي پوټولای چي نن ، پرون وړمه ورځ یوازي افغانان وژل کیږي لامل یې یوازي پردی دي، دلته قتل روان دئ، دلته سود په علانیه کيږي دلته اختطاف کیږي، دلته اختلاص، تزویر، رشوت پر پوسټونو نا اهلیت ، په صحراوو کي بدۍ، پر پوله پنډل باندي قتل او قتال، د مځکو غصب، لوڼي خرڅول، په بدیو کي ورکول او داسي نور ستر ستر کارونه کیږي پر هغو خبرو باندي موږ دومره زور نه دئ اچولی لکه چي یوازي په دوولسمه باندي مو سره کافران کړل او یا هم په نوروز باندي سره کافران کوو، یا هم سره سپکوو ، دا ولي؟ ایا ددې تر شا به یوه دسیسه نه وي؟ او که به زموږ بیخي ساده توب وي؟
اوس راځم اصلي موضوع ته ما ډېره مخکي د نوروز په اړه په یوه اندازه تحقیقاتي لیکنه کړې وه چي بیا هغه په متعددو ځایونو کي نشر سوه زه بیا پر هغه موضوع نور نه تمیږم صرف د نوروز په اړه څو خبري کوم:
۱: نوروز یو نه دئ بلکي د نوروز شمېر اوه دئ یعني اوه دانې نوروزونه سته چي په پخواني تحقیق کي داخبره ما د ردمحتار په حواله کړې ده.
۲: زموږ په هیواد کي چي کوم نوروز لمانځل کیږي دا د مجسوسو نوروز نه دئ بلکي دا سلطاني نوروز دئ.
۳: که فرضا زموږ په هیواد کي د کال په لومړی ورځ مجوسیان یا زردشتیان نوروز لمانځي زموږ خلک ورسره په اټن سي دا بده خبره چي څوک دکافرانو اختر ته ورځي ، دهغوی سره تشبیه کوي، دهغوی جماعت ور لویوي. حاصل داچي داسي کړنه حرامه ده.
۴: که دنوروز بالکل تر مذهبه و نه تړل سي بلکي یوه کلتوري ورځ وګڼل سي یعني د بزګر ورځ ونومول سي نو بیا خلک په کلتوري شیان کي دومره صلاحیتونه لري چي ځان ته ځيني کلتورونه وټاکي په دې شرط چي دشریعت سره ټګر ونه لري لکه د ودونو او داسي نورو دودیزو پېښو لپاره چي یې افغانان لري په دې صورت کي زما له انده که افغانان داسي یوه ورځ دبزګر په نوم ونوموي چي په هغه ورځ هیڅ کافر هم دا ورځ مذهبي ورځ نه بولي کوم شرعي نقصان نه پکښي وینم.
۵: کوم منکرات او خراپات چي ددې ورځي سره جوخت کيږي هغه که اختر په ورځ وي هم بد دي، که په دې ورځ وي هم بد دي او په نورو ورځو وي هم بد دي.
۶: زما حرف اخر د نوروز په اړه دادئ چي کوم وروڼه ددې ورځو د رخصتۍ څخه استفاده کوي دکافرانو سره د تشبیه په نیت نه بلکي دخپل کلتور په نیت ځي پر تګ ممانعت نسته چي دمنکراتو او خرپاتو ځانونه وساتي او که څوک نوروز یوه مذهبي ورځ بولي یا یې هم اختر بولي حرام دئ.
بیا هم زه یو عرض کوم چي پردې موضوع باندي نور مشران مه سره سپکوئ دقران ایاتونه او احادیث د خپلي رايي مطابق مه تشریح کوئ که دخپل هیواد په ګټه خوشاله یاست، راسئ له پردو ځان خلاص کړو، راسئ خپل هیواد یوازي موږ په خپله جوړ کړو، راسئ خپل ټول وروڼه راضي وساتو، راسئ د پردو لپاره خپل وروڼه له هیواد نه شړو، نه یې وژنو ، اختلاص، تزویز، نااهلیت او داسي نوري ناخوالي به له منځه یوسو. چي مقصد مي اتفاق او خپل منځۍ وژنه ورکېدل دي.
یادونه: لیکنه مي دسخت مصروفیت پر مهال چابکه کړې ده که کومه املايي تېروتنه پکښې وه بخښه کوئ
ستاسو ورور: مولوي عبدالهادي حماد، حماديه مدرسه، قندهار:۱۵ جمادي الثاني ۱۴۳۹ ه ق