مخپاڼه / سیرت نبوی / مکه دقريشو په واکمنۍ کي(۱)

مکه دقريشو په واکمنۍ کي(۱)

مکه دقريشو په واکمنۍ کي

څرنګه ،چي قريش داسماعيلu اولادونه وه او مکه هم ابراهيم او اسماعيل: جوړه کړې وه له همدې امله قريشو ځانونه دمکې متوليان اوسرپرستان بلل ، دنظم او ترميم چاري يې ددوى په لاس کي وې ،چي له امله يې دوى پر خلګو باندي مذهبي حکومت کاوه ، خلګو دوى ته په درنه سترګه کتل او دوى ته به يې داللهY همسايګان ويل آن تردې ،چي ځينو به داللهY قوم او دوستان ورته ويل ، ددوى به يې زيات درنښت کاوه ،چي اللهY په قرآنکريم کي هم ورته اشاره کړې ده .([1])

دقريشو قوم په خپل منځ کي دټبريز وېش له مخي پر څو څانګو وېشل سوى وو او هري څانګي يې دمکې په چوپړ کي بېله ونډه او ټاکلې دنده درلوده خو مخکي تردې ،چي ددوى پر دغو دندو باندي خبري وکړو دمکې پر نامه به په لنډو ټکو کي وږغيږو.

دمکې پخوانى نوم بکه وو ، اللهY په قرآنکريم کي هم په دغه پخواني نوم سره ښودلې ده او دانسانانو لپاره يې لومړۍ او دهدايت کوټه نومولې ده .([2])

د ( بکې ) لغوي معنا زحم (دډېرو خلګو يوځايوالى ) دئ دا ،چي ولي داسي نوم ورته ايښودل سوى دئ دا يو څرګند حقيقت دئ ،چي دمکې درنښت دډېره پخوا څخه راپيل دئ او هر کال دزياتو خلګو پرې  ازدحام وي په ځانګړي ډول په معاصر وخت کي دخلګو ازدحام دومره زيات سوى دئ ،چي دټولي دنيا يهوديان او نصرانيان هک پک ورته حيران دي.([3])

څرګنده ده ،چي مکه په نړۍ کي يوبرکت لرونکې کوټه ده ،چي داللهY په لارښوونه دبندګانو دعبادت او لمانځني لپاره ودانه سوې ده او دې کوټې ته کعبه هم وايي ځکه نوموړې کوټه پر يو مربع ( څلور ګوټيزه ، متساوي الاضلاع ) شکل باندي جوړه ده ،چي تهداب يې دابراهيم او اسماعيل: په مبارکو لاسونو ايښودل سوى دئ او اللهY هم په قرآن عظيم الشان کي اشاره ورته کړې ده.([4])

تاريخ پوهان او مفسرين دمکې دجوړېدو دپيښليک په اړه ليکي : مکه مکرمه لس ځلي جوړه سوې ده لومړى ځل ملائکو   ،دوهم ځل حضرت آدمu ، دريم ځل حضرت شيثu  ، څلورم او پنځم ځل عمالقوو، شپږم ځل ابراهيم او اسماعيل: ، اوم ځل قصى بن کلاب او اتم ځل هغه مهال جوړه سوه ،چي مبارک پيغمبر حضرت محمدr ( ٣٥ ) کلن وو او دجوړېدو کار يې دقريشو په ولکه کي وو ددغه خبري ښکاره نښه هغه مشهوره پېښه ده ،چي دعربي قومونه ترمنځ دحجر الاسود دتيږي ايښودلو پر سر شخړه رامنځته سوه نژدې وو ،چي ددوى دغه شخړه په يوه لويه جګړه بدله سي ، دشخړي لامل داوو ،چي قريش دټبريز وېش له مخي پر څو څانګو وېشل سوي وه هري څانګي ځانته افتخارات درلوده ، ځانته يې استقلال درلودئ، او ځانته يې مستقل قوم وايه ، په دغه قومونو کي هر قوم ددې هڅه کول ،چي حجر اسود کښيږدي يعني دايښودلو وياړ دوى ته ور په برخه سي ، نور قومونو بيا مخالفت ورسره کاوه ، لنډه داچي هيڅ قوم دې ته حاضر نه وو ،چي دغه وياړ دلاسه ورکړي . هغه وو ،چي دسپېڅلي لارښود حضرت محمدr په برکت  ددغه شخړي څخه قريش خلاص سوه هغه پدې ډول ،چي دوى دجنجال پر مهال وروستۍ پرېکړه دا وکړه ،چي هر څوک حرم ته لومړى راننوځي هغه به ددغه ډبري دايښودلو پرېکړه کوي په دغه وخت كي حضرت محمدr وحرم ته ورننوتى دوى ټول خوشحاله سوه او يو دبله يې سره وويل ،چي هغه دئ ريشتنى ځوان ( شاب امين ) راننوتى رسول اللهr ،چي ورغلى ددوى پرېکړه يې په حکيمانه ډول  داسي ور وکړه ،چي يو پټو (ډپټه) يې هواره کړه ، دحجر الاسود ډبره يې پر کښېښودل ، ټولو قومونو ته يې امر وکړ، ،چي يو ، يو څاک يې ونيسي او پر خپل ځاى باندي يې کښيږدي څو دغه وياړ ټولو قومونو ته ور په برخه سي . داد رسول اللهY لوى حکمت وو ،چي دقريشو قومونه يې دشر څخه خلاص کړه . نهم ځل حضرت عبدالله بن زبير بن عوامt جوړه کړې ده او لسم ځل حجاج بن يوسف جوړه کړې ده .([5])

[1]  : لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ (1) إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ (2)   سورة قريش الايتان (١ ، ٢)

[2]  : ¨ إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ (96) سورة آل عمران الاية (٩٦)

[3]  : وأصلها من البك بمعنا الزحم يقال بكه يبكه بكاً إذا زحمه ، وتباك الناس إذا ازدحموا وكأنها إنما سميت بذلك لازدحام الحجيج فيها. الالوسي _ التفسير في تفسير سورة آل عمران الاية (٩٦)

[4]  : øŒÎ)ur ßìsùötƒ ÞO¿Ïdºtö/Î) y‰Ïã#uqs)ø9$# z`ÏB ÏMøt7ø9$# ã@ŠÏè»yJó™Î)ur $uZ­/u‘ ö@¬7s)s? !$¨YÏB ( y7¨RÎ) |MRr& ßìŠÏJ¡¡9$# ÞOŠÎ=yèø9$# ÇÊËÐÈ  سورة آل عمران الاية (١٢٧)

[5]  : وقال لهم: ابنوا لي في الأرض بيتاً يعوذ به كل من سخطت عليه من خلقي فيطوف حوله كما فعلتم بعرشي فأغفر له كما غفرت لكم فبنوا البيت . تاريخ مکه المشرفة والبيت الحرام ج : ١ ص : ٧ الي ٢٠ ، البخاري – الصحيح ( فتح الباري) ٧ \ ١٨٠ ، الازرقي : اخبار مکه ١ \ ٦٢ ، محمد صالح الشيبي – اعلام الانام بتاريخ بيت الله الحرام ص \ ١٢٥ ، الماوردي – الاحکام السلطانية ص \ ١٨٠ ، تاريخ الکعبة المعظمة ص \ ٤٧ ، ٤٩ .

قلت : وان ثبت في بيان بناء الکعبة عدة اقوال لکن الروايات لبناء عشر مرات قوي الا الروايات التي ورد في بناء المرة الرابع والخامس . منه .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکې برخه:

مکه دقريشو په واکمنۍ کي(۲)

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

یوه تبصیره

  1. Drug Abuse Counseling Near Me

    Drug Rehab For Men http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers http://aaa-rehab.com Alcohol Rehabilitation
    http://aaa-rehab.com