مينه

مینه

لیکنه: حامد افغان
له عادت سره سم پلار یې له کاره ستړی او ناوخته کورته راغی ، کوچني زوی یې په دروازه کې انتظار کاوه ، زوی یې وویل :

پلارجانه ! یوه پوښتنه وکړم ؟ پلار په مینه ورته وویل :ولي نه مهرباني وکړه ، زوی یې وویل : پلارجانه په یوه ساعت کې څومره افغانۍ ګټې ؟ پلار یې غوسه شو او ورته کړه یې : له دې سره ستاکار نشته ، بیا داسې پوچې پوښتنې ونکړې . زوی یې په ټینګار سره وویل : هیله کوم پلار جانه ! راته ووایه ! په یوه ساعت کې څو افغانۍ ګټې ؟ اخریې پلار ورته وویل : دیرش افغانی په یوه ساعت کې ګټم .

زوی یې په عاجزې ورته وویل : پلاره لس افغانۍ به پور راکړې ؟
دپلار غوسه یې زیاته شوه او په لوړ غږ یې ورته وویل : ښه داپوښتنه دې د دې له پاره کوله چې پور غواړې ؟! زه ټوله ورځ په کار کې ستړی ستومانه یم اوس ستادې پوچوخبروته نه یم خلاص ، په منډه ځه خپلي خوني ته او ویده شه !

زوی یې بله یوه خبر هم ونکړه ، رڼه اوښکه یې په تنکي اننګي راورغړیدله اوخپلې خونې ته روان شو ، څو دخوب غیږې ته پناه یوسې . یو ساعت وروسته یې پلار ته ورپه یادشو پښیمانه شو چې له ماشوم سره مې سختې وکړه ، هلک دی لس افغانۍ به یې پکار وې ، پورته شو او دزوی خوني ته روان شو دروازه یې پرانستله او ورته کړه یې : ته ویښ یې ؟ زوی یې په بیړه په ځای کې راکیناست او ویې ویل : هو پلاره زه لا ویښ یم ، پلار یې ورته وویل : زویه ! ماله تاسره سختې وکړه ، ها دا هغه لس افغانۍ دې واخله ! . ماشوم سخت خوشاله شو په ډیره مینه یې له پاره لس افغانۍ واخیستلې .

پلاریې ورته ولاړ ده او ماشوم دخپل بالښت لاندې لاس دننه کړ نوري ماتي افغانۍ یې راواخیستلې او دالس یې هم له هغو سره یوځای کړې ، پلاریې بیاپه غوسه شو او ورته ویې ویل : ستاسره خو دومره افغانۍ دې نوله مادې نورې ولې غوښتلې ؟!! ماشوم په معصومانه لهجه ورته وویل : زما سره څوافغانۍ وې خو کمې وي اوس هغه پوره دیرش افغانۍ شوې اوغواړم له تانه یوساعت وخت واخلم څو یې ګډ سره تیرکړو …..

لکه څومره چې ماشومان خوراک ، څښاک اوپوښاک ته اړتیا لرې همدومره دپلار اومور مینې ته هم اړتیا لرې . موږ افغانان دخدای عجیب مخلوق یو !! په موږ کې خو نعوذبالله هغه یومتل قراني ایت ګرځیدلی ده چې وایې : که ډب نه وې ادب نشته ، ځکه خوموږ ټول د ډب (وهلو) مینان یو او ټول موضوعات په همدې حل کوو !! ډیره موده کیږې له موږ نه مینه ورکه ده موږ اومینه نه سره پیژنو خدایه ته زموږ د ډب (وهلو) مینانو ته مینه ور وښیې .

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …