(۱۴) درس:
مسلمان ورور ته دعاء په اصل کي ځانته دعا ده!
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: هر مسلمان چي خپل ورور ته په غیاب کي دعاء وکړي نو خامخا به یوه ملایکه ده ته هم دغسي دعا کوي لکه څرنګه چي ده خپل ورور ته وکړه.
دپورتني حدیث مبارک الفاظ او حواله:
عَن أَبي الدَّردَاءِ – رضي الله عنه – أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – يَقُولُ: «مَا مِنْ عَبْدٍ مُسْلِمٍ يَدْعُو لأَخِيْهِ بِظَهْرِ الغَيْبِ إِلاَّ قَالَ الْمَلَكُ وَلَكَ بِمِثْلٍ» [رواه مسلم]
یادونه: معلومه خبره ده چي ملایکه تر یوه عام ا نسان سپېڅلې ده یعني که څوک هر څومره ګناهکار وي مسلمان ورور ته دعاء وکړي نو ګواګي دده دغه کار په یوه سپېڅلي چا باندي ځانته دعا کول دي.
دغه هم وګوری
د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه
د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …