مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / له دوزخه و ګرمۍ ته!

له دوزخه و ګرمۍ ته!

يوه لنډه قصه!
يو کس د مکې مکرمې له ښاره په دې نيت طائف ښار ته روان سو ، چي هلته په يخنۍ کي د رمضان روژه ونيسي ځکه د مکې مکرمې ښار زيات ګرم او د طائف ښار خونک دئ.
پر لاري يو کس په مخه ورغلی چي د طائف څخه د روژې لپاره مکې مکرمې ته راتلی.
تلونکي کس ورته وويل: چيري ځي؟
هغه کس ورته وویل: مکې مکرمې ځم چي روژه هلته ونيسم ؛ او ته چيري ځي؟
تلونکي کس ورته وویل:
له ګرمۍ څخه يخنۍ ته تښتم ؛ او ته ولي ديخي سيمي څخه په دې ګرمۍ کي مکې مکرمې ته ځي؟
هغه کس ورته وویل:
زه له دوزخ څخه و ګرمۍ ته تښتم.
تنبيه:
۱: روژه د دوزخ څخه د خلاصون ذريعه جوړېدای سي په دې شرط ، چي هڅه يې وسي.
۲: په روژه کي که معقول زحمت زيات سي ګټه هم ډېريږي.
۳: په روژه کي صرف د سهولياتو فکر نه دی پکار بلکي مقصد عبادت بلل پکار دي.
۴: روژه يو اجباري زحمت بلل نه دي پکار بلکي داسي يو زحمت بلل پکار دي چي واجب المنفعت دئ.
په درنښت:
مولوي عبدالهادي حماد ۲۹ شعبان ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …