لمونځ سپک ګڼل ، بې ارزښته بلل او يا يې بې اعتنايي کول ستره ګناه ده او په دې کار کي ډېر نارينه او ښځينه اخته دي ځکه په اوس وخت کي ډېر دمسلمانانو بچيان لمانځه ته هيڅ پوره توجه نه کوي همدا ډول که ددغسي خلګو سره دلمانځه په اړه خبري وسي چي دوى په عياشۍ اخته وي ، يا جاه طلبه او يا بې حياښځي وي نو دوى داسي جواب وايي لکه لمونځ چي ددوى په ژوندکي هيڅ ځاى نه لري حال داچي دلمانځه پرېښودل په هيڅ وخت کي جايز کار نه دئ دخوشالۍ حالت وي او که دخوابدۍ حالت وي بايد په پايبندۍ سره لمونځ ادا سي.
په تاسف سره بايد ووايم چي اوس خورا زيات ځوانان نارينه او ښځينه ،لويان او کوچنيان ، ځوانان او سپين ږيري په ډېره بې التفاتۍسره لمونځونه قضاکوي او داسي سستي خورا زياته ده.
دغه هم وګوری
د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه
د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …