مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / لسمه لويه گناه: زنا كول

لسمه لويه گناه: زنا كول

لسمه لويه گناه: زنا كول

زنا كول  ددنيا او آخرت د سختو تاوانو چینه ده، ځكه طب پوهانو ثابته كړې ده چي زنا كول د لاعلاجه ناروغيو لامل ده. همدا ډول د آخرت سخت  عذابونه  هم د زنا په وجه وعده سوي دي، ځكه الله( فرمايي:

﴿وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنٰٓى اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً  ۭ وَسَاۗءَ سَبِيْلًا   32؀﴾([1])

ژباړه: زنا ته مه نژدې كېږئ باور وکړئ زنا بې حيايي ده اوډېره بده لار ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې كرغېړن او په تاوانونو لړلي كار په اړه ډېر عذابونه ښوولي دي، په يوه حدیث کي راځي: سمره بن جندب رضی الله عنه فرمايلي دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل خوب قصه داسي بیانول: ما ته په خوب كښى جبرئيل علیه السلام او ميكائيل علیه السلام راغله يوځاى ولاړو د تنور په څېر يو شی راته راغلئ د سر خوا يې تنگه او د پای خوا يې پراخه وه، په دې تنور كي چيغي اونارې وې موږ چي ورته وكتل لڅ نارينه او ښځي پكښې وه، د لاندي خوا به لمبې پر راتللې كوم وخت چى به لمبې  باندي راغلې دوى به د ډېره زحمته لوى – لوى چيغي كړې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ما د جبرئیل علیه السلام څخه پوښتنه وکړه  چي دا څوك دي؟ جبرئیل علیه السلام راته وويل: دا زنا كوونكي نارينه او زنا كوونكي ښځي دي د قيامت تر ورځي پوري يې دغه عذاب دئ. ([2])

په بل حديث كي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي فرمايلي دي: څوك چي زنا وكړي يا شراب وچيښي، الله جل جلاله  داسي ايمان ځنى كاږي لكه انسان چي قميص د خپله سره وكاږي. ([3])

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

([1]) سورة الاسراء، الاية: ۳۲.

([2]) رواه البخاری فی حديث طويل، وایضا الطبراني في معجمه الكبير، ج:7، ص:239،  ح: 6984.

([3])عن أبى هريرة قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: من زنى أو شرب الخمر نزع الله منه الإيمان كما يخلع الإنسان القميص من رأسه. (أخرجه الحاكم: 1/73، رقم 57)

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …