مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / قرباني د سنتو په رڼاکې

قرباني د سنتو په رڼاکې

قرباني د سنتو په رڼاکې

را لېږونکی: شاولي ځاځی

عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ أَقَامَ رَسُولُ الله ﷺ بِالْمَدِیْنَةِ عَشْرَ سنِیْنَ یُضَّحِی. ترمذي: ابواب الاضاحی، رقم الحدیث ۱۵۰۷.

ژباړه: حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنه وایي، چې رسول الله ﷺ په مدېنه منوره کې لس کالونه تېر کړل او هر کال به یې قرباني کوله.

۲- عَنْ اَنَسٍ قَالَ ضَحَی النَّبِیُّ بِکَبْشَیْنِ اَمْلَحَیْنِ اَقْرَنَیْنِ ذَبَحَهُمَا بِیَدِهِ وَسَمَی وَکَبَرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَی صِفَاحِهِمَا . بخاري: باب تکبیر عند الذبح، رقم الحدیث ۵۲۴۵.

ژباړه: له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ دوه ښکرونه لرونکې، سپینوالې او توروالې ته مایل پسونه په خپل لاسونو قرباني کړل؛ د حلالولو پرمهال یې ( بِسْمِ الله ِ واللهُ اَکْبَرُ) وویل او خپله پښه یې دهغه پرغاړه اېښې وه .

۳-عَنْ زَیْدِابْنِ اَرْقَمَ قَالَ قُلْتُ اَوْقَالُوْا یَارَسُولَ اللهِ ﷺ مَا هَذِهَِ الاَحَاضیُ قَالَ سُنَّةُ اَبِیْکُمْ ِاِبْرَاهُِمَ قَالُوا مَالَنَا مِنْهَا قَالَ بِکُلِّ شَعْرَةٍ حَسَنَةٌ قَالُوا یَا رَسُولَ اللهِ فَالصُّوفُ قَالَ بِکُلِّ شَعْرَةٍ مِنْ الصُّوفِ حَسَنَةٌ. سنن ابن ماجه: باب ثواب الاضعیه، رقم الحدیث ۳۱۲۷ .

ژباړه: حضرت زید بن ارقم وایي: چې صحابه وو د پیغمبر ﷺ څخه د قربانۍ د حقیقت په اړه پوښتنه وکړه، پیغمبر ﷺ په ځواب کې ورته وفرمایل: ( دا ستاسو د پلار حضرت ابراهیم علیه السلام سنت دی) .

صحابه وو وپښتل: آیا نو په دغه قربانۍ کې موږ ته هم ثواب رسیږي؟ پیغمبر ﷺ په ځواب کې ورته وویل: هو د قربانۍ د حیوان د هر وېښته په بدل کې تاسوته یوه نیکي لیکل کیږي. صحابه وو بیا وپوښتل: د وړیو هم دومره اجر دی؟ پیغمبر ﷺ ورته په ځواب کې وفرمایل: خو د وړیو هم دومره حساب دی، د هر وېښته په بدل کې یوه نیکي ورکول کیږي.

مخکنی(اوله برخه): قرباني د قرآن په رڼا کې

 

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …