مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / صلوة تسبيح، ګټي او طريقه يې

صلوة تسبيح، ګټي او طريقه يې

صلوة تسبيح

ګټي او طريقه يې:

عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي : رسول الله  صلی الله علیه وسلم وعباس رضی الله عنه  ته وفرمايل : اې زما اکا! اې عباسه! ايا زه تاته يوه تحفه درکړم ؟ يو بخشش وکړم؟ يوشی درته وښيم ؟ اوتادلسو شيانو مالک جوړکړم ؟ که دغه کار وکړې الله جل جلاله به ستا ټول ګناهونه وبخښي مخکی دی ،که وروسته دی ، زاړه دي اوکه نوي ، په خطا وي ،که په قصده سره وي ، لوی ګناهونه وي اوکه کوچني ګناهونه وي ، په پټه وي ،که په ښکاره وي . هغه عمل (چي پورته ځانګړتياوي ته په پيدا کولاى سي) دادئ : څلور رکعته په داسي ډول وکړه : کله چی دي نيت وتړئ ، ترسبحانک اللهم وروسته پنځلس ځله ( سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله والله اکبر) ووايه بيا اعوذبالله ، بسم الله ، الحمدلله اوسورة ووايه  بيا پورتنۍ کلمة لس ځله ووايه ورپسې رکوع ته ولاړ سه په رکوع کښی درکوع تسبيح درې ځله ووايه وروسته بيا پورتنۍ کلمة لس ځله ووايه کله چي درکوع څخه پورته سوې سيده ودرېږه پورتنى کلمة لس ځله ووايه، بياسجدې ته ولاړسه په سجده کي درې ځله دسجدې تسبيح ووايه ورپسې بيا لس ځله پورتنۍ کلمة ووايه کله چی دسجدې څخه راپورته سوې بيا به لس ځله پورتنۍ کلمة ووايې بيا به دوهمي سجدې ته ولاړسې په دوهمه سجده کي به هم دسجدې ترتسبيح وروسته لس ځله پورتنۍ کلمة ووايه کله چی ددوهمي سجدې څخه ولاړ  سوې لومړی به پنځلس ځله پورتنۍ کلمة ووايې وروسته به الحمدلله اوسورة ووايې پاته درې رکعتونه به هم ددغه لومړی رکعت په څېر اداکړې په هررکعت کي ۷۵ ځله تسبيح ويل کيږي چی دڅلور سره رکعتونو دتسبيحاتو شمېر درې سوه کيږي .

يادونه : صلوة تسبيح که هره ورځ  وسي ډير ثواب لري ، که هره ورځ نه وي په هفته کي بايد وسي ، که په هفته کي نه وي بايد په مياشت کي وسي که په مياشت کي نه وي په کال کي بايد وسي ، که په کال کي نه وي په ټول عمر کي بايد خامخا وسي . که څوک ددې لمانځه دعظمت اولويي څخه خبرسي بيا يې هم نه وکړي نوموړي کس په دين کي دسستي کونکو څخه دی . (( رواه ابوداود وابن ماجة والبيهقي في الدعوات وروی الترمذي عن ابی الرافع نحوه کذافي المشکوة )

ردالمحتار ج : ۱ ص : ۵۰۸ ‌ط : رشيديه)

مسئله: دابن عباسt څخه يوچا پوښتنه وکړه چي کوم سورتونه غوره دي  چي په صلوة تسبيح کي وويل سي ؟ ابن عباس رضی الله عنه ورته وفرمايل : دغه څلور سورتونه غوره دي : الهکم التاکثر  ، والعصر ، قل يآايها الکفرون  ، قل هوالله . که دچا دغه سورتونه يادنه وه  بيا نو هر سورة چي يې ياد وو هغه سورة دي ووايي . ( ردالمحتار ج : ۱ ص : ۵۰۸ ‌ط : رشيديه)

مسئله : که څوک په صلوة تسبيح کي سهو ه سو دسهوي په سجده کي به دغه تسبيحات نه وايي. (ردالمحتار ج : ۱ ص : ۵۰۸ ‌ط : رشيديه)

مسئله : که يې په ولاړه تسبيح هيري سوې په رکوع کښي دي يې ووايي يعني په کومه کچه چي په ولاړه کي تسبيح ځني باته سوي په هغه اندازه به درکوع په تسبيح کي زياتونه کوي دمثال په ډول په ولاړه کي لس ځله پاته سي نو په رکوع کي شل ځله ويل کيږي که په رکوع کي پاته سي په سجده کي ويل کيږي اوکه په لومړۍ سجده کي پاته سي په دوهمه سجده کي ويل کيږي. (ردالمحتار ج : ۱ ص : ۵۰۸ ‌ط : رشيديه)

مسئله : که  ديو چا څخه دتسبيحاتو شمېر غلطېدئ په ذهن کي يې حساب نه سوای کولای نو لږ دي پرګوتو زور کوي ترڅو حساب ځنی ورک نه سي  البته لازمي ده چي په داسي ډول نه چي حضور يې خراب کړي . ( ردالمحتار ج : ۱ ص : ۵۰۸ ‌ط : رشيديه)

مفتي عبدالهادي حماد

حمادیه اسلامیه مدرسه، کندهار افغانستان

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …

2 تبصیری

  1. Drug Rehabilitation Near Me

    Center For Substance Abuse Prevention http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers Near Me http://aaa-rehab.com Residential Drug Rehab
    http://aaa-rehab.com

  2. Regarder in the course of thirty (Pili) Canadian pharmacy cialis pfizer A unimportant vitamin in generic viagra online canadian drugstore bluish laws