مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / اِکْفارُ الملحدین / د زندیقانو، ملحدانو او باطنیه وو تعریف او د هغوی د کفر ثبوت(۲)

د زندیقانو، ملحدانو او باطنیه وو تعریف او د هغوی د کفر ثبوت(۲)

(۲): د زندیقانو، ملحدانو او باطنیه وو تعریف او د هغوی د کفر ثبوت

لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري

ژباړن: مسلم احسانمل

د زندیق تعریف او د باطني څیړنه:

د ”ردالمختار” لیکوال علامه شامي ؒ د ”باطني” تر څېړني لاندي په شامي جلد: ۳، صفحه: ۴۰۹ او ۴۱۰ کي، د خپلي خبري ”المعروف” لاندي لیکي:

”زندیق پر خپل کفر د اسلام پرده هواروي او فاسد عقاید په داسي صورت کي وړاندي کوي او رواجوي چي هغه په سرسري نظر کي صحیح معلومیږي، ”ابطانِ کفر” (د کفر پټولو) مطلب همدا دی، لهذا په ښکاره ګمراهي اختیارول او نور د هغه طرف ته دعوتول د باطني کېدو ضد نه دي (یعني د باطني کېدو لپاره دا مهمه نه ده چي هغه خپل کفریه عقاید او ګمراهي د خلکو څخه پټوي، بلکي په اسلام کي کفر په غیر محسوسي طریقې داخلول او پټول د باطني کېدو په معنی دي، د همدې لپاره داسي ګمراه خلکو ته ”باطنیه” وایي)_”

ددې کتاب (اِکفارُالملحدین) مصنف مولانا محمد انور کشمیري ؒ هم په ليکنه کي لیکي چي: حافظ ابن حجر عسقلاني ؒ په ”فتح الباري” جلد: ۱۲، صفحه: ۲۴۰ کي د ”ابطانِ کفر” تفسیر ته مراجعه وکړئ، ددې حوالې څخه هم معلومیږي چي د کفر پټولو معنا ده: ”د اسلام سره کفر یو ځای کول_”

د زندیقانو او باطنیه وو حکم:

امام نووي ؒ په ”شرح منهاج” صفحه: ۱۲۱ کي د زندیقانو او باطنیه وو د مرتد کېدو په حکم او د هغوی د توبې په نه قبلېدو کي تصریح لیکي: ”د ځینو علماوو قول دی چي که کوم مسلمان د زندیقانو او باطنیه وو په څېر د خفي کفر (پټ، پوښلي کفر) په طرف بیرته ولاړ شي نو (هغه مرتد دی) د هغه توبه به قبوله نه کړای شي_”

د کتاب مصنف نورالله مرقده لیکي چي: د علماوو ددې تصریحاتو څخه دا ثابتیږي چي د کوم شخص د کفر پټولو (او باطني کېدو) معنا دا نه ده چي هغه خپل کفریه عقاید د خلکو څخه پټوي، بلکي باطني هر هغه ګمراه شخص دی کوم چي د اسلامي عقایدو خلاف کومه عقیده ساتي او د مسلمانۍ دعوه کوي، په مجموعي حیث داسي شخص کافر دی او دده عقاید صرف کفر دی.

لکه څنګه چي په مسند احمد بن حنبل جلد: ۲، صفحه: ۱۰۸، او فتح الباري جلد: ۱، صفحه: ۱۴۱ کي د حضرت عبدالله بن عمر ؓ یو روایت دی، هغه وایي چي: ما د رسول الله ﷺ څخه واورېدل، چي فرمایل یې: ”(په راتلونکې زمانه کي) ددې امت په دننه کي به هم مسخ کیږي (یعني د انسانانو صورتونه به په مسخ کېدو سره حیوانات جوړ شي) هوښیار اوسه! دا مسخه به د تقدیر د منکرانو او زندیقانو کي دننه کیږي” (یعني د تقدیر د منکرانو او زندیقانو بدنونه به مسخ کیږي، ددې روایت څخه ثابت شول چي زندیق هم د تقدیر د منکرانو په څېر کافر دی، ځکه چي د کافرانو بدنونه مسخ کیږي).

د ”خصائص” مصنف لیکي: ددې حدیث سند صحیح دی، د ”منتخب کنزالعمال” په جلد: ۶، صفحه: ۵۰ کي لاندي یو مرفوع روایت ددې حدیث زیات وضاحت کوي، هغه روایت دادی چي:

”حضور علیه الصلوة والسلام وفرمایل: زما په امت کي به یو قوم داسي هم وي چي د خدای او قرآن څخه به منکر او کافر شي، او هغوی ته به خبر هم نه وي (چي موږ کافران شولو) لکه یهودي او نصراني چي کافران شول (او هغوی په ځانونو خبر هم نه شول) دا به هغه کسان وي چي د تقدیر د یو جز اقرار کوي او د یو جز انکار، دوی به وایي، یعني د دوی عقیده به دا وي چي ”خیر” د الله له لوري دی او ”شر” د شیطان له لوري (یعني د خیر خالق الله دی او د شر خالق شیطان، په بله اصطلاح دوه خدایان دي، یو ”د خیر خدای” او یو ”د شر خدای” لکه مجوسي ”یزدان او ”اهرمن” دوه خدایان مني) او خپل ددې عقیدې په ثبوت کي به هغه قرآني آیتونه لولي (یعني خپل دا عقیده به د قرآن څخه ثابتوي) لکه څنګه چي دا خلک پر قرآن د ایمان راوړلو او د علم و معرفت حاصلولو وروسته محض ددې عقیدې پر بنسټ به کافران شي.

زما امت به ددې خلکو سره د څومره جنګ و جدال او بغض و عناد مخه نیسي (خدای ښه پوهیږي) همدا خلک ددې امت زندیقان (مجوسيان) دي، د دوی په زمانه کي به د حاکمانو ظلم و ستم تر حد ډېر زیات شي، پناه و خدای ته ددې ظلم و جور او د داسي حق تلفي څخه!

ددې څخه وروسته به الله تعالی یو داسي مرض راولیږي چي د دوی څخه به زیات خلک هلاک کړي، ددې وروسته به ”خسوف” وشي (او دا خلک به په ځمکه کي ننوزي) نو شاید د دوی څخه ځیني وژغورل شي (که نه نو ټوله به هلاک شي) په دا ورځو کي به د ایمان لرونکو لپاره خوښي، خوشحالي او غم ورکي تر حد ډېره وي.

ددې وروسته به ”مسخ” کیږي نو الله تعالی به د دوی څخه پاته ټوله خلک بیزوګان او خنزیران جوړ کړي، بیا به ددې وروسته دجال راښک”طبري” او ”بیهقي” دا حدیث روایت کړی دی او ”بغوي” د رافع بن خدیج ؓ (صحابي) څخه هم ددې حدیث روایت کړی دی.اره کیږي”

________________________________________

خلاصه:…… د کتاب مصنف ؒ په ذکر شوي لوړي لیکني او حوالو څخه دا ثابتول غواړي چي په اسلام کي کفریه عقاید داخلوونکی هر مسلمان (چي ځان ته مسلمان وایي) زندیق دی، باطني دی، او دا درې قطعاً کافران دي، د زندیقه، الحاد او باطنیت حقیقت د اسلام په پرده کي د کفر د پټولو بغیر بل هیڅ نه دي او دا درې واړه ډلي یقیناً کافران دي. نور بیا…

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …

2 تبصیری

  1. heaved Teva to ipsilateral bomber Buy cialis online without prescription Twenty bombs a permanent amount