آمر چې توان يې تر نورو زيات دى كولاى سى چى دتوان څخه ښه استفاده وكړى يعنى درعيت سره داسى معامله وكړى چى دالله «جل جلاله» اودهغه درسول «صلى الله عليه وسلم» رضا پكښى وى او كولاى سى چې دخپل توان څخه بده استفاده وكړى يعنى پر رعيت ظلم وكړى داسى كړنه لويه ګناه ده ځكه الله «جل جلاله» فرمايى :
إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُوْلَئِكَ لَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ {42} ([1])
ژباړه : بېشكه لار ( دعذاب ) پرهغه كسانوده چى ظلم پر خلګو كوى اوپه مځكه كښى په ناحقه سرکشی كوى دغه كسانو لره سخت دردونکی عذاب دى .
همدا ډول رسول الله «صلي الله عليه وسلم» فرمايى : هر آمر چى دخپل رعيت سره كجى وكړى په دوزخ كښى به وى . ([2])
رسول الله «صلي الله عليه وسلم» دښه آمر په اړه ښه دعا كړيده او فرمايلى يې دى : اي باري خدايه ! څوك چى ددې امت ديوشی آمريت كوى اوپردوی باندی نرمى وكړى پر ده نرمى وكړى ، څوك چى پردوی باندی شفقت كوى پر ده شفقت وكړى .([3])
په بل ځاى كښى رسول الله «صلي الله عليه وسلم» داسى فرمايلى دى : هر يو ستاسو څخه شپانه ( آمر ) دى اوستاسو دهر يوه څخه سوال كيږى دخپل رعيت .([4])
يعنى دا خبره يوازى دلوى آمر دپاره نده بلكى دهريوه دپاره ده لږ واك لرى كه ډير .
رسول الله صلي عليه وسلم فرمايی : ظلم كول په ورځ دقيامت تيارې دي . ([5])
*****
مأخذ: لوی ګناهونه
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد
([1] ) سورة الشوری الآية (۴۲)
([2] ) رواه الطبرانی فی الاوسط والصغير عن انس ، رواته ثقات الاعبدالله بن ميسرة اباليلی ، وشواهده الصحيحة کثيرة ، عن معقل بن يسار فی الصحيحين وعن ابن عباس وغيرهما .
([3] ) رواه احمد وابن حبان من حديث عايشة آهـ منذری .
([4] ) رواه خ ، من حديث ابن عمر.
([5] ) رواه خ ، م ، ت من حديث ابن عمر.