د طيارې د سفر اړوند څو مشورې…
لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو ویب پاڼه
په هوايي سفر کي لاندي خبري ان شاء الله ګټمني دي:
۱: سفر مو په اوداسه پيل کړئ.
۲: د سامان لپاره دوه ډوله بيګ موجود کړئ:
الف: دلاس بيګ چي بايد ۵۰ سانتۍ اوږد وي ، ۳۵ سانتۍ يې بر وي او ۱۵ سانتۍ يې عمق وي.
يادونه:
دلاس بيګ باید تر دغه غټ نه وي همدا د طيارې د ټول بکس لپاره نړيوال معيار دئ ، تر دغه اندازې غټ بيګ دننه طيارې ته نه درسره پرېږدي ، او که تر دغه کوچنی وي پروا نه کوي.
داخبره دي ياده وي چي د لاس بيګ تر اوه کيلو مه زياتوئ ، پر ځينو کونټرانو سختي کوي بعض لا چشم پوشي کوي.
ب: دوهم هغه بيګ چي تاسو يې طيارې ته دننه دځان سره نه خېږوئ بلکي پټې ته يې ورکوئ هغه چي هر څومره وي پروا نه کوي البته وزن يې بايد تر ۳۲ کيلو زيات نه وي که دسامان وزن ډېر وو بايد بیا دوه بيګه سي، که په يوه بيګ کي تر ۳۲ کيلو زيات وي بيا بيګ درباندي خلاصوي بيا به په ميدان کي بل بيګ پیدا کوې او يا به سامان پریږدې.
۳: کوم بيګ چي په لاس کي پورته کوئ په هغه کي شامپو، چاکو، باروتي يا دتيلو ورلګيت، غچي، ناخون ګير، سپرې، پشاري عطر تر سل ملي ليتره زيات د استعمال مايعات لکه عطر ، د بدن روغن او داسي نور مه اچوئ البته که تر سل ملي ليتره کم وي پروا نه کوي.
يادونه:
دغه شيان کولای سئ چي د پټې بيګ ته يې ورکړئ هلته نه دي ممنوع.
۴: په هوايي سفر کي هيڅکله هغه بيګ مه وړئ چي ټيرونه نه لري کوشش وکړئ هغه بيګ پيدا کړئ چي چي څلور عربې لري.
۵: د پټې بيګ ته ضرور قلف واچوئ او قيمت بها شيان مه پکښي ايږدئ لکه پيسې زر او داسي نور. همدا ډول د ماتو شيان لکه کمپيوټر او داسي نور ددغو شيانو د کنټرول لپاره کيمرې نسته د ورکېدو احتمال يې سته.
۶: دبيګ تسليمولو په وخت يې ځنځيرونه وګورئ که کمزوري وي په هر میدان کي پلاستيکي سته هلته يې احتياطا پيک کړئ چي د ټوټه کېدو احتمال يې زيات سته.
۷: د اشد ضرورت بغير ډېر سامان مه وړئ مصرف درباندي راځي او ددې لپاره ايرلانونه ټاکلی معيار نه لري ، عام ډول دېرش کيلو اجازه ورکوي البته ځيني څلوېښت، ځيني شل او داسي نور فرق کوي.
۸: کله چي سفر کوئ د بيګ د تول لپاره خاص ترازو سته چي هم ارزانه دي او هم ډېر سپک دئ، دغه ترازو درسره واخلئ هغه اندازه غوټه تياره کړي چي په ټيکټ کي درته ليکلي وي دغه ترازو په رفت آمد کي ډېره ګټه درته کوي البته که مو غوټه نه درلوده بیا نو اړتيا نسته.
۹: ټيکټ چي مو تر لاسه کړي ښې مطالعه کړۍکه په انګليسي نه پوهېداست په بل چا يې ځان ته لاندي خبري معلومي کرئ:
الف: د پرواز دقیق تاريخ
ب: بجې چي سهارنۍ دي که ماښامنۍ او يا هم څلوريشت ساعته سيسټم.
ج: د طيارې نمبر مثلاً RQ122 …..او داسي نور
هيله:
افغاني هوايي ترانسپورت بايد داخلي ټکټان په پښتو او دري وليکي او بهرني ټيکټونه بايد د انګليسي تر څنګ په پښتو او دري هم وي.
۱۰: که څوک کوم هيواد ته سفر لري پر لاري سټاپ وي طياره بدليږي نو که د يوه ايرلاين طیاره بدلېدل مشکل نسته او که ايرلاين هم بدلېدئ بايد ضرور د غوټي د کنيکشن خبره پر کونټر وکړي که دغه ايرلاين د بل ايرلاين سره د کنيکټ قرارداد در لودئ خو ډېر ښه که نه دسټاف په ځای کي به د پيسو په بدله کي د غوټي انتقال کوي.
۱۱: د لاري په اوږدو کي هيڅکله دبل چا غوټه مه درسره اخلئ ممکن نشيي توکي او يا هم نور ممنوعه شيان پکښي وي.
۱۲: کله چي مو بوډينګ پاس واخيستی پر هغه باندي ستا د چوکۍ نمبر او په انګليسي حروف هجاء د چوکۍ نوم ليکلی وي ، همدا ډول په غټو هوايي ميدانونو کي د هغه دراوزې نوم او رقم پر ليکلی وي چي تاسو طيارې ته ورباندي خارجېږئ لطفاً بوډينګ خپله ښه مطالعه کړئ يا يې په بل چا معلوم کړئ.
۱۳: په طياره کي پر هغه چوکۍ کښېنئ چي ستاسو په بوډينګ کي يې نمبر ليکلی وي.
۱۴: کله کله په ټرانزيټ پروازو کي ترمينل بدليږي ميدان يو وي خو ترمينل بدل سي او هغه ضرور په ټکټ کي ليکلی وي تر هغه وخته د ټرانجټ هوايي ميدان په تم ځای کي مه کښېنئ څو چي ترمينل دي نه وي معلوم کړی.
۱۵: د طياري د پورته کېدو په وخت سنت طريقه الله اکبر الله اکبر ويل دي د موټر يا کښتۍ د روانېدو دعا که مو ويل هغه بیا وروسته وواياست.
۱۶: طياره چي ودرېږي دستي مه ولاړېږئ ځکه تر درېدو وروسته بيا ځينې راځي کرار کښېنئ کله چي دروازه خلاصه سوه بيا په کرار را ولاړ سئ د لاس بيګ را واخلئ.
۱۷: که مو په هوايي ډګرونو کي انتظار وو ، يوه اندازه خوراکي توکي درسره اخلئ ، په هوايي ډګرونو کي بيخي ډېره ګراني وي.
۱۸:هوايي ډګر ته تر روانېدو مخکي پاسپورټ، ټيکټ او پيسې د ځان سره موجودي کړئ که څه هم مخکي موجود کړي وي.
۱۹: تر پرواز مخکي دلمانځه فکر کوئ چي محضي وخت داخل سي دستي لمونځ کوئ ځکه په طياره کي که څه هم په ولاړه لمونځ کيږي خو د طيارې پرسونل اجازه نه دورکوي.
۲۰: په طياره کي فرض لمونځ په ناسته نه صحيح کيږي بايد په ولاړه وسي البته که هغوی اجازه نه درکول بیا يې په ناسته وکړئ خو قضا يې بيا ضرور راوړئ.
۲۱: د لمانځه په شروع کي دقبلې طرف معلومول او پر هغه طرف په لمانځه شروع کول ضرور دي وروسته که دطيارې مخ بل طرفته سي پروا نه کوي.
۲۲: په طياره کي په ناسته باندي نفل کول د عذر بغير هم جايز دي.
۲۳: په طياره کي ستاسو د چوکۍ مخته د حفاظت کارت سته هغه مطالعه کړئ.
۲۴: ستاسو د چوکۍ مخ ته يو جېب دئ په هغه کي کاغذي کڅوڼه ده هغه را واخلئ که مو خوراک کاوه کثافات په هغه کي اچوئ پر مځکه يې مه غورځوئ چي بيا خلک په سپکه درته ګوري او ستاسو د منطقې په ناسم فرهنګ ذوق يې تعبيروي.
۲۵: په طياره کي چي کوم خواړه درته راوړي تر خوراک وروسته هغه پاته شيان په هغه پلاستيکي شيانو کي بېرته سره ټول کړئ چي څوک د چټل خوراکه ګومان درباندي ونه کړي.
۲۶: پاسپورټ، ټکټ او بوډينګ په بيګونو کي مه ږدئ خصوصا په ټرانجټ سفرونو کي.
۲۷: په طياره کي د سترګو حفاظت ته ډېر متوجه سئ.
۲۸: طياره چي پورته کيږي او کښته کيږي کمربند تړل او د اليکترونيکي شيانو څخه نه استفاده ضرور وګڼئ چي ديوې خوا په دغه خبره عمل کول سفر او سورلۍ ته فائده لري د بلي خوا د طيارې پرسونل په سپکه نه درته ګوري خپل حيثيت ساتل لويه وجيبه ده البته که طياره پورته سي بيا کمر بند خلاصول يا هم د اليکترونيکي شيانو څخه استفاده پروا نه کوي لکه موبایل کمپیوټر او داسي نور.
۲۹: د هري چوکۍ پر سر باندي درې بټنان سته:
الف: پر يوه بټن د انسان شکل سته په کښېکښلو يې خادم درته راځي که دي کوم ضرورت وو خادم را غوښتلای سې ، بې ضرورته يې مه کښېکاږه.
ب: دوهم د برقي څراغ بټن ده چي ته د مطالعې په وخت کي استفاده ځني کولای سې او ستا د څنګ ملګري ته هم هیڅ مزاحمت نه کوي.
ج: د هوا يخېدو بټن ده چي ته کولای سې يخه هوا تيزه ، يا کراره او يا هم بنده کړې ستا د څنګ د ملګري د هوا يخېدو بټن جلا ده.
۳۰: کله چي خواړه درته راوړي دوه ډوله کاغذي دسمالونه پکښي سته يو کاغذ د کوچني دسمال په څېر پر ځيګر هوار کړئ څو د خوراک په وخت کي مو کالي چټل نه سي. او بل کاغذ تر خوراک وروسته د لاس پاکیدو لپاره دئ.
۳۱: په طياره کي رفع حاجت ځای سته خو د اړتيا په وخت کي مفروض اودس هم تازه کيږي که څه هم دوي د اوداسه اجازه چاته نه ورکوي د تيمم حکم کوي خو تاسو ډيري لږ اوبه استعمال کړئ فقط د اوادسه فرضونه پرځای کړي سنت يې پرېږدئ.
۳۲: کوشش وکړئ د ملګرو سره په لوړ اواز خبري مه کوئ ، مه په زوره خاندئ او مه ږغيز شيان په لوړ اواز اورئ.
۳۳: که مو مناسبه بلل د نورو سره يې شريکه کړئ
يادونه:
که څه هم زه ځان دا حق نه ورکوم چي خپل او تجربه تر نورو ښه وبولم ستاسو څخه يوازي د هغو خبرو پر منلو ټينګار کوم چي زه يې ددین له ادرسه کوم او زما شخصي نظريات که مو وخت درلودئ مطالعه يې کړئ که شاته يې وغورځوئ، منل او نه منل يې ستاسو صلاحيت دئ.
په درنښت ستاسو ورور
مولوي عبدالهادي حماد ۱۰ رجب المرجب ۱۴۴۲ ه ق