د اختر اړونده څو خبري:
که مو استفاده نه ځني وکړه نو وهغو ته په رسولو یې ثواب خپل کړئ ، چي استفاده ځني کولای سي:
۱: اختر الهي تحفه ده باید هر مسلمان دغه الهي تحفه قبوله کړي، هيڅکله د اختر په راتګ د غمونو په وجه داختر خوشالي رد نه کړي لکه د غم په وجه د اختر مالي نه اغوستل فرياد کول او داسي نور ځکه په داسي کارونو سره ممکن الله تعالی نور غمونه ورباندي راولي.
۲: د بندي دبچي، یتیم، کوڼدي ، بوره مور، غمجن پلار ، ناروغ او هر دردمن انسان حال اخستل او تر خپله وسه مالي کومک، تسلیت او دعا ورته کول د پاکو مسلمانانو کار دئ.
۳:داختر د عيدګاه لمونځ کول واجب دي پر لاري په درنښت تلل او په کوچني اختر کي کرار تکبيرونه ويل سنت کار دئ.
۴: عيدګاه د تللو څخه به مقصد داوي چي دتيري مياشتي د ټولو عباداتو بدله دهمدې عيګاه پر ډګر راکول کيږي او زه به له دغه ځايه سپېڅلی راوړم ، خو په دې شرط چي عيدګاه ته تر تلو مخکي دي لا ګناهونه نه وي پيل کړي.
۵:دعيدګاه تر لمانځه مخکي نوي يا پرېولي جامې خامخا واغوندی. خوشبو ولګوی، غسل وکړی.
۶: هغه رواج حتما له منځه یو سئ ، چي د مړي په کور کي لومړی اختر نوي کالي نه اغوستل کیږي باید پاک یا نوي کالي ضرور په تن کړي څو د ناشکرۍ مخه ونیول سي.
۷: په اختر کي یوازي د ځان او کورنۍ خوشالي په نظر کي مه نیسئ د نورو د حاله هم ځان خبر کړئ.
شتمن خلک خبر کړئ، دعوت یې کړئ، چي د نمایشي کارونو پر ځای دقیق او ځانګړی تعاون د مستحقو خلکو سره وکړي.
۸: د بربادۍ دوه لامله دي:
الف: الهي حقوق پايمالول.
ب: د بندګانو حقوق پايمالول
لطفا په دې ورځ له دواړو ځانونه خلاص کړئ او ډېر اسانه کېدای سي. يعني داچي پر ګناهونو بخښه وغواړی او که مو دچا څخه حق خوړلی وي حق يې ورکړی يا بخښنه ځني وغواړئ.
۹: د عیدګاه لمونځ د نمایش په شکل نه بلکي د یوې ګټي لاسته راوړولو لپاره ادا کړئ.
۱۰: کشران مو په خپل واک کي راولئ، څو د اختر په شپه یا ورځو کي خلکو ته ازار ونه رسوي له ټکان کړل، پر څړکانو نارې او ښکنځل کول ، حملې وهل او داسي نور.
۱۱: کشران مو د ناروا کارونو منع کړی خصوصا چي د اختر دمېلو په په بهانه کيږي لکه غير شرعي فلمونه کتل ، قمار کول ، حرام کانسرټونه او داسي نور…
۱۲ : کشران مو د هغو ډلو څخه منع کړئ، چي په ویناوو، کردارونو او اشارو سپين ږيرو ، ماشومانو معيوبو ، ښځو او داسي نورو شریفو خلکو ته ازار رسوي.
۱۳: ټول خوابدي خلک راضي کړئ که څه هم ستا حق یې خوړلی وي بیخي لویه ګټه ده.
۱۴: ټول قریبان و پوښتۍ مشرانو ته ورسئ، پر کشرانو د شفقت اظهار وکړئ، بلکي د ټولو قریبانو سره صله رحمي وکړئ.
۱۵: د اختر د ورځي مشهور اداب دي پر اجتماعي پاڼو ښه ډېر نشر سوي دي هغه ټول عملي کړئ. په ځانګړي ډول زما يو کتاب سته د اسلامي آداب په نوم که پلاس درغلی مطالعه ئې کړی داختر آداب ښه پکښي څېړل شوي دي.
۱۶: په اختر کي ځیني ځوانان خورا ډېر مصرفونه کوي، لطفا پر ځای یې وکاروئ، که څه هم مال د مصرف لپاره دئ خو ښه خبره داده چي پر خپل ځای ولګول سي.
۱۷: ډېری ځوانان نورو ولایاتو ته سفرونه کوي، ښه خبره ده البته هلته دي هم داسي کارونه نه کوي، چي انسانیت نفرت ځني کوي، ما یو کال په بل ولایت کي راغلي مېلوال ولیدل ، چي په عام بازار کي یې د خرو نارې کولې، یو دبله یې په عام بازار کي په هګیو سره ویشتل، بعضو به د سپیانو ږغونه کول، څومره بد کار دئ، د ځان او هغه سیمي سره دي لوی ظلم وکړئ چي ستا ورته نسبت کيږي.
۱۸: که په پورته ډول کومه ډله چیري ځي پوه یې کړئ او خپل کشران په هیڅ صورت مه ورسره ملګري کوئ.
۱۵: د اختر په لومړۍ ورځ هیواد او هیواد والو ته ښه ډیري دعاوي وکړئ، چي دا هیواد او اوسېدونکي یې ازاد، باامنه، هوسا او عزتمن ژوند پیدا کړي.
۱۶: دا رواج له منځه یوسئ ، چي د مړي کور ته باید لومړی اختر ورسئ، تلل ښه کار دی خو په دې نیت مه ورځئ ، چي ددې کور څخه مړی وتلی دی او دا یې لومړی اختر دئ.
۱۷: #اصحابانو به يو بل ته د اختر مبارکي په داسي الفاظو ويل:
تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْك
په درنښت، ستاسو دخوشاله اختر هیله لرونکی ورور:
مولوي عبدالهادي حماد، ۳۰ رمضان ۱۴۴۱ هق