د کفر واجبوونکي عقاید و اعمال، او اهل قبله ته د کافر ویلو مطلب:
د ”شرح عقاید نسفي” شرحي د ”نبراس” مصنف په صفحه: ۵۷۲ کي لیکي:
”د متکلمینو په اصطلاح کي ”اهل قبله” هغه خلک دي کوم چي د دین د ټولو ضروریاتو یعني د هغه ټولو عقایدو او احکامو منونکی وي د کومو ثبوت چي په شریعت کي یقیني او معروف و مشهوره دی، په دې ډول کوم شخص چي د دین د ضروریاتو څخه د کوم یو شي هم منکر وي، مثلاً: عالم په حادث نه منل، یا د مرګ وروسته په جسماني ژوند قایل نه وي، یا د الله تعالی د جزیاتو په عالم کېدو منکر وي، یا د لمانځه، روژې د فرضوالي انکار کوي، هغه د اهل قبله وو څخه هیڅ کله نه دی، که څه هم د ټولو عباداتو او شرعي احکامو په سختۍ پابند وي، همدا ډول په کوم شخص کي چي هم د کفر علامه ولیدل شي مثلاً: کوم بت (یا بل څیز) ته سجده وکړي، یا د کوم شرعي امر توهین وکړي او مسخرې پرې وکړي هغه هم د اهل قبله وو څخه هیڅ کله نه دی، اهل قبله وو ته د کافر نه ویلو معنا یوازي داده چي کوم مسلمان ته په معاصي او ګناهونو ارتکاب کېدو، یا د غیري مشهورو نظري مسایلو په انکار کولو ورته کافر ونه ویل شي، دا د څېړونکو څېړنه ده، دا په ډېر ښه ډول پیاد لره”.
نور بیا…
لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري
ژباړن: مسلم احسانمل