د ژمي اړوند څو خبري!
۱: #په ژمي کي يخ، باران او واره غالبا وي، پکارده چي په وړاندي يې اسباب د توان تر بريده پیدا کړل سي خو لاندي خبرو توجه هم بې ګټي نه ده:
الف: که څوک زوړ جانکټ ، انګيا او داسي نور اسباب لري لطفا د غريبانو بچيانو ته دي يې ورکړي.
ب: که څوک د ژمي د يخ د مخنيوي لپاره ګاز يا بوټي رانيسي نو صرف شلمه يا دېرشمه حصه دي د غريبانو لپاره بېل کړي په دې لحاظ که هره کورنۍ لږ لږ اسباب د غريبانو لپاره بيل کړي نو ددې لږ لږ شی څخه به ډېر لوی شی جوړ سي او بيخي به د غريبانو سره لويه ونډه مرسته سي.
ج: که څوک بچيانو ته جانکټ ، جرابي او داسي نور شيان رانيسي نو يو بچی دي بالابود ونيسي دهغه اسباب دي يو يتيم يا بېوزله ته ورکړي.
۲: #شتمن خلک دي په دغو ورځو کي خصوصا د تودېدو اسباب پر مستحقينو و وېشي ، که يې د صدقې پيسې نه زړه کيږي د زکاة پيسې دي پکښي مصرف کړي که د چا دمال کال نه وي پوره نو تر کال مخکي هم زکاة ورکول جايز دي.
۳: #د_ژمي په موسم کي خلک د بوټو بخارۍ ، صندلي او د ګاز بخارۍ استعمالوي يا هم د دبرقي او ګيسي ګيزرونو څخه په تشنابونو کي استفاده کوي لطفاً لاندي خبري دي په نظر کي ونيسي:
الف: د شپې دي د بوټو بخارۍ لګېدلې نه پرېږدي نبوي حکم دی په خونه کي د اور لګېدني خطره ورسره سته.
ب: برقي ابداني ګيزر چي په تشناب کي کاروي نو لومړی دي برق ورباندي بند کړي بيا دي دروازه بنده کړي او د اوبو څخه دي استفاده وکړي ، ياد ابدان ډېری ځايونه خلګ وژلي يا زخمي کړي دي ځکه کله کله دبرق شاټي ورکوي.
ج: د ګيس ګيزر ډېر وخت خلګ په سر نيسي ډېر ځايونه يې خلک وژلي دي، لطفاً تر هغه وخته د تشناب در وازه مه بندوی ، چي اوبه مو واخيستې ، ګيزر مو بند کړی ، بیا دروازه بنده کړی.
د: د ګيس بخارۍ د شپې لګېدلې مه پرېږدئ کله کله يې ګيس پر خلاصېدو سي اور بند سي مړ مړ ګيس راباسي بيده خلګ په سر ونيسي يا چي کله يو څوک اورليګ خاشه بله کړي يو دم ټوله خونه اور واخلو، ډېر ځايونه يې خلګ وژلي دي.
ه: #د_ګيس صندلي په هیڅ صورت مه استعمالوئ ، تېر کال يې ډېر کورونه وسوځل، او د سکروټو صندلي په نسبي ډول ښه ده خو د ډېر احتياط څخه کار اخيستل پکار دي ځکه سکاره هم ايکسجن سوځي چي په عامه اصطلاح کي په سر نيول وايي.
و: ځيني خلک د بوټو سکاره يا زغال سنګ استعمالوي دواړو ډېر ځايونه خلګ په سر نيولي دي وژلي يې دي خو که يې څوک استعمالوي ، لطفاً ډېر احتياط وکړئ.
۴: #ماشومان مو له يخه وژغورئ ، خصوصا پښې يې ديخه ساتل د ډاکټرانو په حکم ډير مهم دي.
۵: #دبزرګانو په وينا ژمی غنیمت دئ شپې يې اوږدې دي دعبادت لپاره ښې دي ځکه هر څومره وخت پکښي پيدا کيږي يعني د خوب د پوره کېدو سره تهجد او داسي نور عبادت پوره پکښي ځاييږي همدا ډول د ژمي ورځي لنډي دي روژې ښه پکښي نيول کيږي.
۶: #طبعي خبره ده چي په ژمي کي باران او خټي وي پر لاري په موټر چلولو کي احتياط وکړئ څو خلک ستاسو د موټر د خټو پاشلو څخه متضرر نه سي.
۷: #که موټر لرئ لطفا په باراني او د يخنۍ په ورځ ماشومان او سپين ږيري خلک په موټر کي در سره بوزئ!
۸: #دباران او دربې په ورځ کي د اړتيا پرته د کوره مه وزئ.
۹: #پر ځينو لارو دسيل راتلو خطره وي ، پر ځينو لارو د زړو ډېوالو د نړېدو خطره وي ، بناء پر احتمالي خطري لارو مه ځي.
۱۰ : #که باران زيات سي ، د خطرې تر سرحده ورسيږي لاندي دعاء واياست:
اللَّهُمَّ حَوَالَيْنَا وَلاَ عَلَيْنَا ، اللَّهُمَّ عَلَى الآكَامِ وَالظِّرَابِ ، وَبُطُونِ الأَوْدِيَةِ ، وَمَنَابِتِ الشَّجَرِ.
۱۱: #که مو د تالندي دربی واورېدئ يا زوروره برېښنا سوه لاندي دعاء واياست:
سبحان الذي يسبح الرعد بحمده، والملائكة من خيفته.
۱۲: که تيز بادونه راغلل لاندي دعاء واياست:
اللهم إني أسألك خيرها وخير ما أرسلت إليه، وأعوذ بك من شرها وشر ما أرسلت إليه.
پاملرنه:
که مو مناسب بلل ښه ډېر خلک په خبر کړئ!
په درنښت ستاسو ورور:
مولوی عبدالهادی حماد ۲۶ ربيع الثاني ۱۴۴۲ هق