د ځان خوښونې درملنه
لیکنه: حامد افغان
د انساني نفس په مخکې هوا او هوس ته دمیلان ډیرې لارې پرتې دي ، چې دالارې یې هلاکت ته رسوي ، خو هوښیار انسان خپل نفس ته باید دتقوي واګې ور واچوي ، خدای جل جلاله حاضر او کتونکی وبولي، له ایمان او ایماني غوښتنو سره ځان تړلی ولري اودا یې دبریالیتوب او خلاصون لاره ده . قران کریم وایې : څوک چې زموږ په لاره کې کوښښ کوي موږ به هغه ته خامخا خپله لاره ورښیو ، اوبې شکه الله له نیکي کوونکو سره مل دی . {وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإنَّ اللَّهَ لَـمَعَ الْـمُحْسِنِينَ} [العنكبوت: ٩٦].
ځیني خلک چې مال ، پوهه یا بل کوم شرافت او کرامت ترلاسه کړي نو د نفس د کمزورتیا لامله فکر کوي چې دی په ډیرو خلکو غوره دی او ډیر خلک د ده ځای ته نشې رسیدلی ، پرځان مین شي او نفس یې لويي غوره کړي ، له بده مرغه د تکبر او غرور لاره ونیسي ، دا لاره د هلاکت او بربادي لاره ده ، که هرڅوک په دې رنځ مبتلا شي یا بل څوک په دې رنځ اخته وویني باید خامخا دعلاج او درملنې په لټه کې شي او دلته موږ له دې رنځ نه د خلاصون څو لارې چارې را اخلو .
لومړۍ : هر انسان باید په دې پوه شي چې هرڅه ده ته ورکړل شوې دي دا دلوی څښتن ورکړې او دهغه توفیق ده او د ده هیڅ دخل په کې نشته ، له الله پرته انسان هیڅ نشې کولی ، که دالله مرسته له انسان سره مله نه وي هغه هیڅ دی . قران کریم وایې : که په تاسو دالله فضل او رحم نه وی تاسوبه خامخا دشیطان پیروي کړې وی یواځې ډیرو کمو به نه وه کړې .وَلَوْلا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إلاَّ قَلِيلاً} [النساء: ٣٨] . بل ځای وایې : که د خدای فضل او رحم په تاسو نه وی ستاسو یوه به هم هیڅکله دځان پاکي نه ی ترلاسه کړې ، مګر د الله چې چاته خوښه شي هغه پاکوي . وَلَوْلا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ . [النور: ١٢]
بلكي خپل سپیڅلې پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته وایې : که ته موږ ثابت قدمه نه وی ګرځولی نږدې وه تابه هغوی ته یوڅه میلان کاوه . وَلَوْلا أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلاً . [الإسراء: ٤٧] بل ځای ورته وایې : ته یې په هغه څه پوه کړې چې نه پرې پوهیدلی او په تا باندې دالله لوی فضل و . وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا . [النساء: ٣١١] بل ځای قران کریم دشعیب علیه السلام په ژبه وایې : له الله پرته ماته هیڅوک توفیق نشې راکولی ، زه په هغه توکل کوم او هغه ته ورګرځم . وَمَا تَوْفِيقِي إلاَّ بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإلَيْهِ أُنِيبُ . [هود: ٨٨].
ځکه به رسول الله صلي الله علیه وسلم دا دعا کوله : ای تل ژوندی او تل قایم ذاته ! ستا درحمت او مرستې غوښتونکی یم ، زما ټول کارونه راته سم کړه ، او خپل نفس ته مې د ډیر کم وخت له پاره هم مه پرېږده . يا حي يا قيوم! برحمتك أستغيث؛ أصلح لي شأني كله ولا تكلني إلى نفسي طرْفَة عين . أخرجه النسائي في الكبرى: (10405). په بل روایت کې راغلې دي : که ته مې خپل نفس ته پریږدې نو شر ته به مې ورنږدې کړې ، اوله خیره به مې لرې کړې ، او زه یواځي ستا په رحت باندې باور لرم . فإنك إن تكلني إلى نفسي تقربني من الشر، وتباعدني من الخير، وإني لا أثق إلا برحمتك . أخرجه أحمد : (3916).[3] أخرجه أحمد: (21666).