مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د پرې شوي لاس بیا ورګنډل (رغول)

د پرې شوي لاس بیا ورګنډل (رغول)

عبدالمحیط یې یوه موټر ته پورته کړ او روغتون ته یې ورساوه، د هغه پرې شوی لاس یې هم په یوه نیلوني کڅوړه کې له ځان سره راوړی و او په بېړه سره عملیات شو.

پوره لس نیم ساعته وروسته یې د هغه پرې شوی لاس بېرته په خپل ځای ور وګانډه، هغه ډاکټر، چې د عبدالمحیط لاس یې بېرته ور پیوند کړی و، وویل: د عبدالمحیط لاس به په (۶) شپږو میاشتو کې ښه شي او شپږ میاشتې وروسته به له لاس څخه د پخوا په څېر ګټه اخلي.

عبدالمحیط، چې په لومړي ځل په روغتون کې تر بې هوښۍ وروسته سترګې پرانیستلې، لومړی ئې خپل لاس ته وکتل، ده چې خپل پرې شوی لاس پر خپل ځای ولید؛ ډېر خوښ شو او له ډېرې خوښۍ یې اوښکې و بهېدلې او ویې ویل:

څومره نېکمرغه یم، چې خپل پرې شوی لاس مې په خپلو سترګو ولید، زه ډېر خوشحاله یم له هغو ډاکټرانو څخه، چې زه یې له بې لاسۍ څخه ژغورلی یم؛ ډېره مننه.

کله مې، چې دا خبر د (۱۹۸۱) زېږدیږ کال د نوامبر په (۵) په ورځپاڼه کې ولوست، نو ما ته ورسره د حضرت محمدy یوه معجزه را یاده شوه. هغه معجزه ننیو خلکو ته د علمي حقیقتونو لپاره لار پرانیزي.

د بدر په غزا کې معاذ بن عمر نومي یوه ځوان، د اسلام پر ستر دښمن برید وکړ، د ابوجهل د زوی اکرمه ورته پام شو او د خپل پلار د ژغورلو لپاره یې پر معاذ بن عمر برید وکړ او د هغه مبارک لاس یې پرې کړ، معاذ له خپل پرې شوي لاس سره حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته ورغی او هغه مبارک د معاذ لاس را واخیست او بېرته یې ورته په خپل ځای کېښود، د مبارکې خولې ناړې (لاړې) یې پرې و موښلې او دعا یې ورته وکړه، د معاذ لاس روغ شو.

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له زرګونو نورو معجزو څخه یوه معجزده دا وه، چې بې ګنډلو یې د دې کار عملیات تر سره کړ.

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دا معجزه؛ نورو پوهانو او ډاکټرانو ته یوه اشاره وه، د دې معجزې په څېر کار ترسره کول ناشوني دي، خو د دې معجزې پر بنسټ ورته کار سرته رسول شوني دي.

پرې شوې ګوتې او لاسونه په عملیاتو سره بېرته ګنډل کېږي او سرېښېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د طب متخصیصینو (څانګوالو) ته دا دروازه خلاصوي او یو پیغام ورکوي، چې زیار و باسئ او په طب کې دومره پرمختګ وکړئ، چې پرې شوی لاس بېرته وګنډئ او الله جل جلاله، چې کومې آسانتیاوې او پوهه درکړې، له هغې ګټه وکړئ او د نړۍ د وګړو د آسانتیا لپاره زیار و باسئ.(ص۳۳).

مأخذ: قرآن او تخنیک.

کمپوز: تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه.

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …