مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د نورو لمونځونو سره داختر دلمانځه توپیرونه

د نورو لمونځونو سره داختر دلمانځه توپیرونه

دنورو لمونځونو سره داختر دلمانځه توپیرونه

داختر لمونځ دنورو لمونځونو سره توپیر په څو شیان کي لري،چي دلاندي شیانو څخه عبارت دي:

۱: داختر لمونځ دجماعت پرته نه ترسره کیږي، ترداسي بریده،چي که یو رکعت دامام سره وکړي بیا یې په یوه وجه لمونځ فاسد سو لا هم قضا نه سي راوړلای، البته که دنور خلک هم ورسره وه بیا یې قضا لازمي ده.

۲: داختر په لمانځه کي شپږ تکبیرونه سته خو په نورو لمونځو کي نسته.

۳: داختر او جمعې په لمونځونو کي دامام څخه څه سوه وسي سجده دسهو دي نه کوي نور لمونځونه داسي نه دي.

۴: داختر دلمانځه لپاره اذان او اقامت نسته دنورو لمونځونو لپاره سته.

مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله

—————————-

۱: والامام لوصلاها مع الجماعة و فاتت بعض الناس لايقضيها من فاتته حرج الوقت او لم يخرج (هنديه، باب العيدين: ج ۱، ص ۱۵۲).

۳: والسهو فی الصلاة العيد والجمعة والمکتوبة والتطوع سواء والمختار عندالمتأخرين عدمه فی الاولين لدفع الفتنة کما فی جمعة البحر و أقره المنصف و به جزم فی الدرر (درالمختار، باب سجود السهو: ج ۱، ص ۵۵٦).

۴: عن جابر بن سمرة قال صليت مع رسول الله صلی الله عليه وسلم العيدين غير مرة ولا مرتين بغير اذان و لا اقامة. (رواه مسلم، مشکوة، باب العيدين: ج ۱، ص ۱۲۵).

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …