مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د نبوي مسجد پر سر باندي یوه ستره مکتبه(کتابخانه)

د نبوي مسجد پر سر باندي یوه ستره مکتبه(کتابخانه)

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد.

انسان کله په یوه کوچني شي باندي غاړه باسي دالله جل جلاله لوی رحمت ته یې پام نه وي.

ما ،چي کله په مدینه منوره کي دنبوي مسجد پر سر باندي مکتبه ولیدل ډېره لو وه ځکه په ټول افغانستان کي دغسي مکتبه نه سته نو ما به ویل: الله جل جلاله که دا ارمان را پوره کړئ،چي زموږ دمدرسې دجامع مسجد پر سر مو هم دوه پوړه داسي مکتبه جوړه سوه او ټولو افغانانو ګټه ځني اخستل نو….دالله جل جلاله دشکر الفاظ راسره نسته.

کله،چي مي د دریاب پر څنډه پروت د اسکندريه ښار لویه مکتبه ولیدل تعجب مي وکړ، هغه مکتبه دنبوي مسجد تر مکتبې شل چنده غټه وه څلور پوړیزه وه خو بام یې یو وو، دګین په شکل جوړه وه ، پنځه میلونه (۵۰۰۰۰۰۰) کتابونه پکښې وه، چي دتمامو فنونو کتابونه پکښي وه یعني دیني ، اجتماعي ، روحي او سائنسي، ټول کتابونه وه څلور موزیمونه پکښې وه، اته ډوله مکتبه وه ، یعني کمپیوتري مکتبه، عامه مکتبه، خاص دښځو لپاره په حجاب کي مکتبه، دماشومانو لپاره مکتبه، دګونګیانو لپاره مکتبه، چي دکمپیوټر پر سکرین یې عملا په اشارو شیان ورته ښودل، انټیرنټي مکتبه، دهر ډول معذورینو لپاره مکتبه، او داسي نور ډولونه هم وه ،چي دځینو سره یې زما اشنايي بیخي نه وه.

ما نو نور خپل خوبونه اوبو ته وویل، چي دټول افغانستان مدرسې سره یو موټي سي او خپل ټول اقتصاد سره راجمع کړي لا به هم ګرانه وي ،چي دغسي مکتبه دي جوړه کړي زړه ته مي نه لویږي، چي افغانستان دي یو وخت داسي مکتبه ولري خو دالله جل جلاله درحمته نا امیده هم نه یم.

تاسو څه نظر لرئ ایا داسي مکتبه به یو وخت موږ ولرو؟

زموږ خلک ،چي پیسې پیدا کي بیا شعور نه لري دمصرف ځای نه ور معلومیږي، یو چا راته وویل: دلته په قندهار کي دیوه کس دسمال وو پنځه سوه نفرو ته یې ډوډۍ ورکړه او هر کس ته یې یوه لونګی ورکړه او یوه روغه سوې غاړه یې ورکړه، چي غاړه یې په لس زره افغانۍ رانیولې وه او لونګۍ يې په ۱۷ سوه افغانۍ رانیولې وه، دا ټولي به نو څو پیسې سوي وي؟ ، نوري قصې خلکو راته کړي دي زه يې نه وایم، ځکه هغه وینا ده ،چي وايي: انسان دي داسي رشتیا نه وايي، چي درواغو ته نژدې وي.

که خلک لس کاله فقط دغه بې ځایه مصرفونه راجمع کړي نو بیا خو داسي ډيري مکتبې ممکني دي، خو دوی یې نه کوي په خیر او شر نه پوهیږي. که پوهېدای نه دا کار به یې نه کولای ځکه اوس دهغه مصرف کونکی قصه ما دبدۍ لپاره مثال جوړه کړې ده نه دنیکۍ لپاره.

والی الله المشکتی.

نوموړې لیکنه، د مفتي عبدالهادي حماد صاحب پر فسبوک پاڼه په ۲۰۱۹ کال کې نشر شوې او په سر کي ورته لیکل شوي وو(د یوې سترې مکتبې اړونده څلور کاله بعد تکراري لیکنه!)

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …