مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د میږیانو حقیقت او د کور څخه یې د ورکېدو لاري چاري؟

د میږیانو حقیقت او د کور څخه یې د ورکېدو لاري چاري؟

د مېږیانوسره دجنګ خطرې!

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو ویب پاڼه

د پورته خبري سپيناوی ، د مېږیانو حقيقت، د پېری سره يې تعلق او د کور څخه يې د ورکېدو لپاره طريقې په لاندي نکتو کي ممکن ښکاره سي:
۱: د مېږي په اړه مشهوره ده چي پېرانان لري دغه خبره حقيقت نه لري ، دپېري او مېږي هيڅ تعلق نسته يوازي اوازي دي.
۲: مېږی وژل حرام دي رسول اللهﷺ يې منع کړې ده البته که يې انسان ته نقصان رسوئ وژل يې جايز دي.
۳: ځيني کسان باور لري چي که څوک مېږیانو ته وژونکي پوډر واچوي يا يې ووژني ضرور تاوان ورسيږي داخبره صحيح ده چي که يې ناحقه ووژل الله تعالی انتقام ځني اخلي خو هغه وخت که يې نقصان رساوه مرګ يې جايز دئ هيڅ ډول تاوان انسان ته نه رسيږي بېغمه دي پوډر ورته واچوي هيڅ ډول نقصان نه ورته رسيږي.

مېږیان شړل:

۴: که څه هم په احاديثو کي کوم خاص ايت د مېږیانو د شړلو لپاره ثابت نه دی خو علماوو اية الکرسي، معوذتين سورة فاتحه او لاندي کلمات ګټوري بللي دي:
اعوذ بکلمات الله التامات من شر ما خلق.
يادونه!
دغه دمونه اجازه نه غواړي هر کس کولای سي چي دم ورباندي وکړي.
۵: که په يادو دمونو باندي ليري نه سوه نو لومړی دي هڅه وکړي چي په داسي شکل ليري سي چي دوي خپله ولاړ سئ ونه وژل سي که نه ولاړل بیا نو زور ورسره وکړه! په دې شرط که يې تاوان در رساوه.
۶: هغه طريقې چي مېږیان تللو ته مجبوري لاندي طريقي دي:
الف: مېږیان د خوشبويي لرونکو تيلو څخه نفرت کوي لکه د ګلاپو تېل ، د نعناع تېل، د چمبېلي تيل او داسي نور… هر خوشبويه تيل چي لس څاڅکي څو ځلي ورته واچوي غالبا سيمه ايله کوي.
ب: د شامپو يا خوشبويه صابون دوې قاچوقي اوبه يې په کور کي ورته توی کړل.
ج: ځانګری تباشير په بازار کي سته په هغه ليکه ورته وکاږئ.
د: سرکه ، زرنه او داسي نور شيان يې هم مخ نيسي.

مېږیان کله راځي؟

۷: په لاندي کارونو مېږیان په کورنو کي پیدا کيږي البته هغه وخت چي پخوا نه وي بلکي نوي پيدا کيږي.
الف: په کوم کور کي چي د ډوډۍ پاته سوي ټوټې (طعامونه ، اتامونه) په سترخوان يا نورو کونجانو کي پاتیږي پر خپل وخت ځای ته نه رسيږي. مېږیان پيدا کوي.
ب: په کوم کور کي د لوښو پرېولو مسؤلين لټان وي پر خپل وخت غوړ لوښي نه مينځي.
ج: په کوم کور کي چي زوړ کتغ (سالن) نا مناسب ځای ساتل کيږي يا پر خپل وخت نه تخليه کيږي.
د: په کوم کور کي چي غوړ سترخوانونه ، غوړ ډيګونه نه پرېولل کيږي او يا هم د فرشونو د هغو ځايونو د پرېوللو خيال نه ساتل کيږي چي ماشومانو غوړ خواړه ورباندي توی کړي وي.
ه: دسرای يا هم تشنابونو تر پرېولو وروسته نه وچول يعني لانده پرېښوول.

د مېږیانوحقيقت:

۸: د مېږي ياد په قرانکريم کي سوی دئ البته په ديني کتابونو کي يې تاريخچه نه ده بيان سوې خو قديم او معاصر پوهان يې د حقيقت په اړه وايي:
الف: مېږی د ۱۱۰ څخه تر ۱۳۰ ميلونو کلونو پوري پخوانۍ تاريخچه لري يعني تردې مخکي يې تکامل موندلی دئ.
ب: تر اوسه ۱۲۰۰۰ ډوله مېږیان طبقه بندي سوي دي خو ډولونه يې تر دې ډېر زيات دي ددوی په قول امکان لري چي ۲۲۰۰۰ زره ډوله مېږیان په نړۍ کي وي.
ج: مېږیان ‌درې ډوله کورونه ځان ته جوړي چي يو ډول يې د انسان کورنو ته ورته دی.
د: مېږیان د مځکي پر ټوله کره ژوند کوي يوازي په قطب جنوبي او شمالي کي ژوند نه کوي او همدا ډول پر ځينو ليري جزیرو باندي هم ژوند نه کوي.
ه: د حشراتو ماهرين وايي چي مېږی ډېر تيز دئ که يې قد د انسان په اندازه وای نو ۸۴ کيلومتره مزل به يې په ساعت کي کولای.
و: مېږی د ځان لس برابره وزن وړلای سي که انسان دومره طاقتور وای نو د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کيلو پوري به يې وزن وړلای سوای.
ح: مېږیان هم د انسانانو په څېر ځان ته نظام لري، د کارونو تقسيم او خوراکي خزانې جمع کول لري
………………
۹: که مو مناسب بلل نور هم په خبر کړئ.
په درنښت ستاسو ورور:
مولوي عبدالهادي حماد ۱۴ رجب المرجب ۱۴۴۲ هق

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …