فاتحې د تکليف لپاره نه دي!
لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو ویب پاڼه
د فاتحې اړونده څو خبري د غور قابلي دي:
۱: کله چي یو څوک وفات سي د مړي قريبانو ته تعزیت ورکول يعني د تسلیت لپاره ور تلل ثواب لري.
۲: په مسجد کي فاتحه اخستل جايز دي په دې شرط چي دنیوي مجلسونه ، عبثيات به نه کوي بلکي صرف تلاوت او دعاء به وي همدا دول په مسجد کي فاتحه اخستل به د دين برخه نه بولي.
۳: فاتحه بايد په درو ورځو کي واخيستل سي تر درو ورځو وروسته فاتحې ته ورتلل د ضرورت پرته شرعا ښه کار نه دی. (هنديه: ۱ / ۱۶۷)
۴: که څه هم د رسول اللهﷺ په زمانه کي د فاتحې دغه طریقه نه وه کومه چي زموږ او ستاسو په ټولنه کي رواج ده خو علماوو په دې شرط جايز کړې ده چي د ثواب په نیت به د مړي د کورنۍ تعزیت وي ، اوسنۍ طريقه به ددين برخه نه بولي.
۵: د ډېر مسکین او مسافر پرته دا نورو خلکو ته د مړي پر کور تر درو ورځو خوراک نه دی جايز.
۶: د مړي قريبان په لومړي اختر کالي نه اغوندي دا صرف رواج دی شرعا جايز نه دی.
۷: د مسجد په دروازه کي چوکۍ ايښودل ، خامخا پخه ډوډۍ راوړل شرعي حکم نه دئ او نه د رسول اللهﷺ په زمانه کي وو البته که يې نور قريبان پخه ډوډۍ ورته راوړي د مړي کورنۍ او مسافرو میلمنو ته يې ورکړي ډېر ښه کار دئ ، او که چوکۍ ايښوول د دين په نيت نه کوي او يا هم پاخه خواړه د خیرات په نيت راوړي جايز دئ البته ښه خبره داده چي خيرات پټ وکړي ځکه ديوې خوا به د ريا خلاص وي او د بلي خوا به دغه کار رواج نه جوړیږي اوس بدبختي داده چي غريب خلک هم مجبوره دي چي که يې د کور څوک وفات سي ضرور به پاخه خواړه راوړي که يې نه راوړي خلک پیغور ورکوي، ښه دادئ چي ددغو رواجونو څخه ځان خلاص کړو چي د شتمنو له وجهي ناداره نه ځوریږي.
۸: په ځينو صحراوو کي چي څوک وفات سي د مړي پر کور درې ورځي د کلي د خلکو ډوډۍ لازمه سي، هغه که شتمن وي که ناداره خامخا به ډوډۍ ورکوي که نه خلک يې بيا بې همته بولي لطفاً دغه خلک خبر کړی چي دوې ګناوي مو کړي دي:
الف: دغه خوراک نه دی درته روا.
ب: ددې پر ځای چي د مړي د کورنۍ سره غم شريکي وکړئ ظلم مو ورباندي وکړ.
۹: که د مړي په وارثانو کي نابالغه وي د وفات سوي کس له کوره مطلق خوراک نه دی جايز البته که يې هغه قريبان کوي چي په ويش ځني جلا وي پروا نه کوي.
۱۰: د مړي په جنازه کي ګډون د وفات سوي مسلمان ورور حق دئ د توان تر سرحده مسلمان مکلف دئ چي په جنازه کي ګدون وکړي او د تعزیت يا فاتحې لپاره د مړي کورنۍ ته ورتلل ثواب لري خو لازم حق نه دئ، بناء که څوک فاتحې ته را نه سي خوا به نه ځني بدوې دا دهغه خپله ګټه ده چي کوي يې یا يې نه کوي؟
۱۱: ښځي د فاتحې پر مهال په کورونو کي پرشونونه جلا جلا سره هواروي دا صرف رواج دئ.
۱۲: کله چي فاتحه خلاصه سي نو بيا يو څوک راولي چي د مړي د اوسېدو په خونه کي د کمبلو کونجيان راټول کړي. دغه کار شرعي نه بلکي رواج دئ.
۱۳: که خاوند وفات سي تر مرګ وروسته يې ښځه ليدلای سي خو که ښځه وفات سوه خاوند ته يې ليدل نه دي جايز.
۱۴: کله چي په کوم کور کي مړی وسي په لومړی اختر به يې ټول قريبان ورځي دغه خبره شرعي نه ده بلکي رواج دئ.
۱۵ : په مړي پسي هر وخت خيرات کول پکار دي ټاکلي ورځي ورته معلومول لکه اوومه، څلوېښتمه او داسي نور شرعي کار نه دی.
۱۶: که څوک په کوم بل هيواد کي وفات سي ښه داده چي هلته يې دفن کړي که څه هم مړي وصيت کړی وي چي خپل هيواد ته مي یو سئ.
۱۷:د مړي کور ته ځني خوراکي توکي ور وړل يا هم پيسې ورکول، يا پخه ډوډۍ ور وړل يا هم پسه ور وستل ثواب لري، رسول اللهﷺ امر کړی دئ چي د مړي د کورنۍ سره مرسته وکړئ البته د رواج په نیت نه بلکي د ثواب په نيت.
۱۸: د مړي هر شی که لږ وي او که ډېر وي که څه هم د اغوستلو کالي او د استعمال شيان وي ټول ميراث ګرځي د ټولو وارثینو د موافقې پرته يې نه څوک اخيستلای سي او نه يې خيراتولای سي.
۱۹: که د وفات سوي کس په قريبانو کي نابالغه وه نو د اغوستلو جامې به يې يو کس پر ځان په قيمت حسابي بيا دده خوښه ده چي څه په کوي ، ښه داده چي پسي خيرات يې کړي.
۲۰: داخبره غلطه ده چي وايي: مړی بندي غاړي پروت دئ ژر يې شيان تقسيم کړئ.
۲۱: که دیوه شهيد سوي کورنۍ د قاتل څخه دیت يا کوم بل شی واخلي د شهيد شهادت ته هيڅ نقصان نه رسيږي.
۲۲:که مو ښې وګڼلې د نورو سره يې هم شريکي کړئ!
په درنښت ستاسو ورور
مولوي عبدالهادي حماد ۱۹ رجب المرجب ۱۴۴۲ ه ق