مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د مور د فرمانبردارۍ عجیبه کیسه

د مور د فرمانبردارۍ عجیبه کیسه

د مور د فرمانبردارۍ عجیبه کیسه

حضرت موسی علیه السلام له الله تعالی څخه پوښتنه وکړه چي یا الله جل جلاله! زما د جنت ملګری څوک دي، الله تعلی ورته وفرمایل چي فلانکی قصاب، د قصاب پته یې ور وښودله، نه د څه ابدل، نه د قطب، نه د شهید او نه هم د محدث.

وې ویل چي فلانکی قصاب، حضرت موسی علیه السلام حیران سو بیا هغه له هغه قصاب سره د ملاقات لپاره ولاړی، قصاب په بازار کي ناست و، غوښه یې خرڅوله ، ماښام شو، هغه دوکان بند کړ، د غوښي ټوټه یې په کڅوړه کي واچوله او کور ته ولاړی، موسی علیه السلام هم ورسره روان شو، ورته یې وویل چي وروره! له تا سره زه هم ځم ، هغه په دې خبر نه و چي دی موسی علیه السلام دی، ورته یې وویل: راځه! کورته ولاړل، هغه یو شی را واخیستی او د پخولو لپاره یې کښېښودل، اوړه یې واغږل، ډوډۍ یې پخې کړې، ترکاري یې پخه کړه، یوه سپین سرې وه، هغه یې د اوږې په کومک سره را پورته کړل بیا یې پرې ایستله، هغې څه وویل، مو سی علیه السلام پوښتنه ځني وکړه چي دا څوک ده؟

هغه وویل: دا زما مور ده، سهار د دې ټول خدمت وکړم نو ولاړ سم او د شپې له راتلو سره له ټولو څخه مخکي د دې خدمت کوم، اوس به خپل بچي وګورم، موسی علیه السلام وفرمایل چي دې څه وویل؟ وې ویل چي هو، روزانه وایي: عجیبه خبره ده ، زه روزانه ددې خدمت کوم نو وایي چي الله تعالي دي تا د موسی علیه السلام ملګری جوړ کړي، چیري زه قصاب او چیري موسی علیه السلام نبي، الله اکبر.

مأخذ: پاشلي ملغلري ج۲ ص۱۵۱/ تعلیم القرآن ویب پاڼه.

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …