مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د محرم د ورځي په تاریخي پېښو کي د غم یوه نمونه!

د محرم د ورځي په تاریخي پېښو کي د غم یوه نمونه!

د ډبري زړه هم ژړوی!

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد. | تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه

په کربلاء دښت کي ،چي کله دسپېڅلي پیغمبر صلی الله علیه وسلم دپاکي کورنۍ اتلس تنه شهیدان سوه
دا هغسي خواشینونکې پیښه وه،چي ورباندي غرونو او رودونو ژړل، مرغانو او حیوانانو ورباندي ژړل اسمانونو او ملایکو ورباندي ژړل
خو دظالمانو په دې لوی ظلم زړه یخ نه سو دحسین رضي الله عنه مبارک سره یې دمبارک جسد څخه پرې کړئ عبیدالله بن زیاد ته یې ور وړئ، عبیدالله بن زیاد په زیاته بې ادبۍ سره یو لرګی را واخیستی او دحسین رضي الله مبارک شوڼدان یې ورباندي یوې او بلي خوا ته کول او دا یې ورته ویل: ما خو پر تا باندي دښایسته خیال کړی وو ته خو ښایسته نه یې!
دغه مهال انس رضي الله عنه ناست وو هغه مهال وریاد سو،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به په زیات محبت سره په خپلو مبارکو شونډانو دحسین رضي الله عنه شونډان مچول او اوس یوه بې ادبه هغه مبارک انسان شهید کړی دئ سر یې د بدنه ورجلا کړی دئ او په بې ادبۍ هغه شونډان دوري و ایسته کوي
پر سر یې لمبه وګرځېدل او په لوړ اواز یې ورته وویل: بده خبره دي وکړه او بد دي وویل.
ظالمه! دا هغه مبارک شونډان دي ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورباندي خپلي مبارکي شونډي ایښي دي او ډېر واري یې مچ کړي دي…
سبحان الله ، الله جل جلاله څومره لوی حلم لري.

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …