مخپاڼه / بیلا بیل / د لمانځه فضيلت

د لمانځه فضيلت

د لمانځه د فضيلت په بيان کي

 

١- عن ابن عمر (رض) قال قال رسول الله  (ص) بني الاسلام علي خمس شهادة ان لااله الاالله وان محمد عبده ورسوله واقام الصلوة و ايتآء الزکوة  و الحج  و صوم رمضان(۱).   ژباړه : د حضرت عبد الله بن عمر (رض) څخه روايت دئ، چي نبي 6 فرمايلي دي:  اسلام پر پنځو شيانو باندي  ولاړ دئ (لومړی دا چي) شاهدي ورکړي پر دې باندي، چي د الله (ج) پرته بل حق معبود  نسته، (دوهم داچي) لمونځ ادا کړي، (دريم دا چي) زکوة ورکړي، (څلورم دا چي) حج ادا کړي، (پنځم دا چي) روژه د مياشتي د روژې ونيسي.

فايده: دا پنځه شيان  داسلام مهم او ضروري ارکان دي. نبي (ص) په دې مبارکه  وينا  کي اسلام د خېمې  په شان ګرځولی دئ او پنځه  ستني يې ورکړيدي. کلمه  د منځ  د ستني  په څېر ده او هغه  نور څلور  شيان د څلورو کونجانو  د ستنو په څېر  دي، د منځ لرګی چي نه وي خېمه نه سي درېداى او که د منځ لرګی موجود وي که څه د څلورو طرفو  لرګيان  يې نه وي بيا هم  خېمه  درېدای سي، خو د کوم  لوري  لرګی چي نه وي  هغه لورى کمزوری او پرېوتلى وي. د دې پاک ارشاد څخه  وروسته  موږ  ته پر خپل  حالت باندي  فکر او غور  په کار دئ، چي موږ د اسلام خېمه تر کومه ځايه پوري درولې ده  او د کوم رکن  مو پوره خيال ساتلى دئ. دا پنځه  رکنونه ډېر ضروري دي آن تر دې چي د اسلام  بنسټ  هم دا پنځه شيان ښودل سوي دي او يو مسلمان  ته د مسلمان  په  حيث د پنځو  سرو اهتمام  ضروري  دئ، خو په دوی کي تر ټولو  دوهم  ضروري لمونځ دئ. حضرت عبد الله ابن مسعود (رض) فرمايي: ما د  نبي (ص) څخه پوښتنه وکړه، چي الله (ج) ته تر ټولو خوښ کوم شى دئ؟

رسول الله (ص) وفر مايل: لمونځ  دئ.  ما وويل تر دې وروسته  کوم شى الله (ج) ته خوښ دئ؟ رسول الله (ص) وفرمايل: د مور او پلار سره ښه سلوک کول. ما ورته وويل تر دې وروسته  کوم شى الله (ج) ته ډېر خوښ دئ؟ رسول الله (ص) وفرمايل: جهاد کول.

ملا علي قاري (رح) فرمايي: په دغه حديث کي علماوو ته د دې خبري د ثبوت  دليل دئ، چي  تر ايمان وروسته  مهم شى لمونځ دئ  او د دې خبري ثبوت هم کېږي، چي وايي (الصلوة خير موضوع) يعني لمونځ الله (ج) د خپلو بندګانو لپاره غوره شى ټاکلى دئ. په نورو صحيحو  حديثونو کي دا خبره په ښکاره  الفاظو  بيان سوېده، چي بهترين  عمل لمونځ دئ، لکه په جامع صغير  نومي کتاب کي چي دا حديث  د ثوبان، ابن عمر، سلمة ، ابو امامة  او عبادة (رض) څخه رانقل سوی دئ. د ابن مسعود (رض) او انس (رض) څخه لمونځ پر خپل وخت کول تر  ټولو عملونو غوره عمل رانقل سوى دئ(۲).

د حضرت ابن عمر (رض)  او ام فروة (رض) څخه په اول وخت کي لمونځ کول تر ټولو عملونو غوره عمل رانقل سوى دئ، خو د دوی ټولو موخه يوه ده.

(۱) متفق اليه وقال المنذري في الترغيب رواه البخاري ومسلم وغيرهما عن غير واحدمن الصحابة.

(۲) جامع صغير.

مأخذ: د لمانځه فضائل

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

8 تبصیری

  1. You need to participate in a contest for probably the greatest blogs on the web. I will advocate this site!

  2. [url=https://azithro24.com/#]azithromycin dosage[/url] http://azithro24.com/

  3. chloroquine phosphate tabs
    [url=https://webbfenix.com/#]chloroquine usa[/url] https://webbfenix.com/

  4. I just could not go away your site before suggesting that I extremely enjoyed the standard info a person supply for your guests? Is going to be back often to inspect new posts.