لومړى: په اوداسه به په ډېر عزت او ادب سره دقرآنکريم تلاوت ته کښينئ .
دوهم : کله چي قرآنکريم تلاوت کوئ کوشش وکړئ ،چي مخ پر قبله کښينئ .
دريم: د تلاوت په وخت کښي به تلوارنکوئ يعنى داچي په آرمتيا سره به يې واياست،سره ددې چي دحروفو دصحيح اداکولو خيال به هم ساتئ .
څلورم: ډېر زيات به متوجه ياست په خندا او سپکاوي به يې نه واياست بلکي په داسي ډول لکه چي څوک ژاړي تاسو به هم داسي چم کوئ .
پنځم: که چيرى دبل مسلمان د تکليف او زيان وېره وي نو کرار به يې وياست که نه نو په زوره به يې واياست .
شپږم : قرآنکريم به په ښکلى آواز واياست.
اووم: د تلاوت په وخت کښى به په زړه کښي دقرآنکريم درنښت او لويي ساتئ ،چي د څومرى لوي مرتبې کلام دئ.
اتم : د الله جل جلاله لوى شان، لوى والى او لوړوالى به په زړه کښي ساتي چي د چا کلام دى.
نهم : زړه به دوسوسو د خطرنو څخه پاک ساتي.
لسم : کله چي قرآنکريم واياست دا فکر به کوئ ، چي ددې آياتونو معنا سته او په هغې معنا کي زموږ دخير او برکت لپاره لارښووني دي.
يوولسم : غوږونه به دومره متوجه کړي چي ګويا الله Y په خپله کلام فرمايي او دى يې اوري .
دولسم : کله چي مو تلاوت خلاص کړ، لاندي دعا به ووياست :
اللَّهُمَّ ارْزُقْنِي التَفَکُّرَ وَالْتَدَبُرَّ بِمَا يَتْلُوْ لِسَانِيْ مَنْ کِتَابِکَ وَالْفَهْمَ لَهُ وَالْمُعْرِفَةَ بِمَعَانِيْهِ وَالْنَظَرُ فِيْ عَجَائِبِهِ وَالْعَمَلُ بِذَالِکَ مَابَقَيْتُ اِنَّکَ عَليٰ کُلِّ شَيْئٍ قَدِيْرْ.
ژباړه : اې خدايه ! (زما ژبه چي ستا دکلام تلاوت کوي) ، توفيق راکړې چي فکر او غور پکښي وکړم او ماته پوهه پکښي راکړې ماته يې دمعني او مفهوم پېژندنه راپه برخه کړې ، او دعجائبو موندلو سترګي او ليد راکړې ، ترڅو چي ژوندى يم توفيق راکړې چي زه پرې عمل وکړم بې شکه چي ته پر هر څه قادر يې.
ديارلسم: کله ،چي ستړي سئ پر هغه ځاى به تلاوت بس کوئ په بې خوندۍ سره به يو آيت هم نه واياست، دالازمه نه ده چي خامخا به تلاوت تر رکوع يا سپارې پوري رسوې.
مأخذ: اسلامي آداب
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد