د غسل د ځنډ اندازه
کله چي پر نارينه او ښځه باندي غسل واجب سي بايد دستي غسل وکړي که يې دستي غسل ونه کړ، استنجاء او اودس بايد تازه کړي بيا دي بيده سي که يې دا کار هم ونه کړ، نو لږ ترلږه دي دصبح صادق پر مهال ترجماعت وړاندي غسل وکړي بيا دي لمونځ په جماعت ادا کړي او ښځي دي تر لمر ختو وړاندي غسل وکړي بيا دي تر لمر ختو وړاندي لمونځ ادا کړي او دا دغسل لپاره وروستى وخت دئ ،که څوک غسل وځنډوي تر لمر ختو وروسته غسل وکړي دا کار ستره ګناه ده او د الله جل جلاله دعذاب مستحق ګرځي ځکه څوک چي دا کار کوي جماعت ځني پاتيږي ، لمونځ ځني قضا کيږي او دا ستري ګناوي دي.
بايد مسلمان په جدي توګه ځان ځني وساتي که نه نو په هغه عذاب به اخته کيږي چي رسول ا لله ﷺ وفرمايه ځکه داعذاب نه يوازي چي دښځو لپاره دئ دنارينوو لپاره هم دئ.
منبع: شپږ ګناه کاري ښځي، ژباړن: مفتي عبدالهادي حماد، ص۲۷،۲۸.