مخپاڼه / سیرت نبوی / د سپېڅلي پيغمبر (ص) سپېڅلی ژوند

د سپېڅلي پيغمبر (ص) سپېڅلی ژوند

بسم الله الرحمن الرحیم

تهمید

الحمدلله الذي جعل الارض مهادا. وامر عليها بنفاذ دين مبينا وجعل بلاد الظالمين دکادکا.والصلوة والسلام علي سيد ورسول کريما . محمدr الذي آتى‌ دينا جميلا . وعلى آله واصحابه کثيرا کثيرا.

وبعـــــــــد :

درنولوستونکو! يووخت بشريت په داسي ناورين اخته ووچي ژوند ورته زندان ښکارېدئ ترداسي بريده ،چي دژوندانه دستر نعمت څخه بې برخي وو.

تاريخ پردې شاهددئ ،چي څښتن تعالى( دخپل رحم ددرياب څخه پردې نړۍ باندي څو څاڅکي واورول داسلام دځلا وړانګي وځلېدې دنړۍ څخه دتور ناورين ټغر پرټولېدو سو آن تردې ،چي دنړۍ دزياتو سيمو دآسمان په افقو کي دنيکمرغۍ ستوري وځلېدل ، خلګو دهوسايۍ ساه واخيسته دهمت ، اقتصاد ، بريا اودنيکمرغۍ ګټي يې په برخه سوې البته ددې باران پيل له هغه مهاله پر خوځېدو سو ،چي څښتن تعاليY په بشريت کي تر ټولو دغوره انسان يعني حضرت محمدr پاکه څېره پر نړۍ وځلول ددې پاکي څېرې وياړمن ټبر عرب قوم وو او دپيليزي ځلا شاهده يې عربي بيديا وه .

که پورته خبري ته سترګي ځير ، ځير کړو ودې ته مو هڅوي ،چي ددې ځلا په پېښليکونو ځان پوه کړو ، ځلا وپېژنو ، هغه څوک وپېژنو ،چي په مټ يې ځلا رامنځته سوې ده ، پر ژوندانه يې وږغيږو ، دژوندانه ستري برياوي يې په نښه کړو او په پايله کي يې دتګ لاري تقليد وکړو ترڅو نوموړي ځلاوي سمسوري وساتو او داهم څرګنده ده لکه ،چي مو وويل  دپورتنيو ټولو برياوو دلويي سپېڅلتيا څښتن ، ستر لارښود ، بې سارى بهادر دبې بېلګي پوهي څښتن حضرت محمدr وو  نو له همدې امله مو دغه كتاب ددغه سپېڅلي پيغمبرr وسپېڅلي ژوندانه ته بېله کړه او داچي لکه مخکي ،چي مو اشاره ورته وکړه ددغه سپېڅلي پيغمبر وياړ وعربي ټبر ته ورپه برخه دئ نو لومړى به پر عربيت او دعربيت پر اړونده موضوعاتو دبسيا په کچه وږغيږو ورپسې به  دخپل لارښود پر ژوندانه باندي تر يوه بريده څېړنه وکړو :

نور بیا…

————————————-

راتلونکي برخه:

عربو ته ولي عرب وايي ؟

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ